کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ: د میلیون لیګ مسوولینو تر اوسه له مونږ جواز نه دی اخیستی

کرکټ بورډ: د میلیون لیګ مسوولینو تر اوسه له مونږ جواز نه دی اخیستی

د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه یوځل بیا د میلیون لیګ په اړه غبرګون وښود او په یوې اعلامیه کې وویل چې د میلیون کرکټ لیګ مسوولینو تر اوسه پورې له دوی رسمي جواز نه دی اخیستی.

افغان کرکټ بورډ په دغې اعلامیه کې لیکلي دي چې کرکټ بورډ په دغه برخه کې یوازې دا نه چې هر ډول همکارۍ او مرستو ته ځان ژمن بولي، بلکې په تخنیکي، مسلکي او نورو اړوندو برخو کې زمینه سازي هم کوي، خو دا زمینې به هغه وخت برابرې شي چې له ACB د دغې لیګ رسمي اجازت واخیستل شي.

افغان کرکټ بورډ وایی، دوی تر اوسه د میلیون لیګ په اړه جواز نامه نه ده ورکړې، خو که چېرې د دې لیګ مسوولین له کرکټ بورډ څخه د جواز غوښتنه وکړي، نو له غور وروسته به یې په اړه پرېکړه وکړي.

کرکټ بورډ همداراز ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ ته هم په اشارې سره ویلي دي چې د کرکټ بورډ سره قراردادي لوبغاړي او کارکوونکي حق نه لري چې د کرکټ ستر لیګونه په لاره واچوي او که داسې څه وشي نو قانون به پرې پلی شي او هم به ستره سزا وویني.

د بورډ په دریځ کې راغلي دي کوم لیګ چې د جواز سند ترلاسه نه کړي، نو په هغې کې به افغان ملي لوبغاړي ونه لوبیږي ځکه چې دوی ته ملي لوبغاړي اهمیت لري.

خو بلخوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او د میلیون کرکټ لیګ مسوول شاپور ځدراڼ وایي، چې د دغې لیګ ټول قانوني اسناد په لاس لري او د اصولو له مخې به یې هیڅوک مخنیوي ونه کړي.

شاپور ځدراڼ وایي میلیون لیګ کرکټ سیالۍ به حتمآ په خوست ولایت کې په ښه کیفیت سره ترسره شي.

زمونږ سرچیني وایي، سږکال میلیون کرکټ لیګ سیالۍ د شپږیزې يه کچه ترسره کیږي چې له همدې کبله یې د افغانستان کرکټ بورډ مخنیوی کوي.

د میلیون جام کرکټ سیالیو د خپاروي تړون هم له لمر ټلویزیون سره لاسلیک شوی دی، همداراز به د لوبغاړو ډرافټ مراسم، د لیګ د پرانیستي مراسم او د لوبډلو د پلور مراسم هم ترسره شي.

شاپور ځدراڼ بیا د کرکټ بورډ له اجراییه رئیس جار عبدالرحیمزي او د بورډ د ډایرکټر رئیس احمدزي څخه په قانوني بڼه د دغې لیګ اجازه اخیستې ده، خو د بورډ مشر فرهان یوسفزی یې بیا په روغ لاس مخه نیسي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کشر …