کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پريټي زنټا: ډېره خوشحاله يم چې کريس ګيل بيا راغى
کريس ګيل او پريټي زنټا

پريټي زنټا: ډېره خوشحاله يم چې کريس ګيل بيا راغى

د هندي سينما مشهوره هنرمنده او په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکه پريټي زنټا د پنجاب لوبډلې په پرونۍ بريا ډېره خوشحاله ده.

په روان ٢٠٢٠ اى پي ايل ليګ کې د کنګز اليون پنجاب لوبډله تر نورو وروسته پاتې ده، پنجاب لوبډلې په ٧ لوبو کې يوازې ١ بريا ترلاسه کړې وه، خو پرون يې په خپله اتمه لوبه کې د ډېر انتظار وروسته د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته د ٨ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او دويمه بريا يې خپله کړه.

د ويسټ انډيز مشهور او چټک توپوهونکى کريس ګيل چې په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي، پرون په اتمه لوبه کې په لومړي ځل د پنجاب لوبډلې لپاره ولوبېده.

د هغه په اړه ويل شوي و، چې روغتيا يې ښه نه ده او له دې امله يې په روان اى پي ايل کې لوبې نه دي ترسره کړي، خو پرون په خپله لومړۍ لوبه کې نوموړي پنځوسيزه ووهله او خپل کمال يې ښکاره کړ.

د يادې بريا وروسته د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکې پريټي زنټا هم په ټويټر کې د خپلې لوبډلې په بريا د خوشحالۍ څرګندونه وکړه. پريټي وليکل، چې له ډېر انتظار وروسته بالاخره هم موږ لوبه وګټله.


همدا راز هغې په يو بل ټويټ کې بيا د کريس ګيل ستاينه هم وکړه. هغې ليکلي دي چې ډېره خوشحاله يم چې زموږ ټولو لوبغاړو خپله پوره هڅه وکړه او دا بريا يې خپله کړه، همدا راز کريس ګيل ته هم ډېره خوشحاله يم چې بېرته لوبې ته راستون شو.


نوموړې همدا راز ځينې نور لوبغاړي هم په خپل ټويټ کې ټېګ کړي دي او د هغوى ستاينه يې کړې ده. پرونۍ لوبه کې بيا کى ايل راهول ښه لوبه ترسره کړې وه چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم اخيستې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عمران طاهر او سندیپ لمېچن د لوبو کولو په تمه دي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په لړکې تر اوسه ۳۴ لوبې ترسره …