کورپاڼه / خبرونه / “د کرکټ بورډ نوی اجراییه رییس هم پراشوټي دی، یوازې سمبولیکه بڼه به ولري”

“د کرکټ بورډ نوی اجراییه رییس هم پراشوټي دی، یوازې سمبولیکه بڼه به ولري”

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو برخې پخوانی مسوول او مشهوره خبریال محمد ابراهیم مومند وایي، د کرکټ بورډ راتلونکی نوی اجراییه رئیس هم پراشوټی دی چې یوازې به سمبولیکه بڼه ولري .

ابراهیم مومند په خپلې فسبوک پاڼې لیکلي دي چې د کرکټ ملی لوبډلې الراونډر لوبغاړي او د بورډ مېمبر غړي محمد نبي عیسی خېل پرون د رخصتۍ په ورځ په انلاين بڼه د يو،شمېر نا اعلان شويو نوماندانو څخه نمايشي انټرويو اخيستې ده.

د مومند د سرچیني پر وینا چې د افغان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی او د بورډ کندهاری غړی هڅه کوي چې د رحمت الله قریشي په نوم کندهارى ځوان د کرکټ بورډ راتلونکى CEO یا اجراییه رئیس وټاکي.

ابراهیم مومند ته سرچینو ویلی دي چې د کرکټ بورډ چارواکو له رحمت الله قریشي ژمنې اخیست دي چې ګواکې د کرکټ بورډ په یو شمېر برخو کې د کارمندانو مقرریانو او لرې کولو کې به کار نه لري او یوازې به سمبولیک رول ولوبوي چې نوموړي ورسره منلې هم ده.

مومند د خپلو سرچینو له قوله ویلي دي چې د قریشي ترڅنګ د ولسمشر اشرف غني د تره ځوى اجمل غني چې د بورډ غړيتوب هم نلري هڅه کوي چې د المپيک ملي کمېټې اوسنى سکرتر جنرال ډاکټر يونس پوپل د کرکټ بورد نوى CEO راولي.

خپلواک وېبپاڼې ته هم یوې سرچینی د نوم نه ښودلو په شرط وویل،چې د راتلونکي اجراییه رئیس کار به محدود وي او هم به سمبولیکه بڼه ولري چې له همدې کبله ورته یو شمېر مشهوره کسانو غاړه نه ده ايښي او له دغې پروسې یې ځانونه ویستلي دي.

زمونږ د سرچینې پر وینا د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییه ریاست لپاره د نوماندانو پروسې د پای برخه له همدې کبله له ځنډ سره مخ کړې ده چې ټاکنه به یې یوازې سمبولیکه بڼه ولري .

څه وخت وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي د پخواني اجراییه رئیس لطف الله ستانکزي له ګوښه کېدلو وروسته د نوي اجراییه رئیس د ټاکلو په پروسه کې د شفافیت خبره کړې وه، خو اوس داسې معلومیږي چې یاده پروسه به په پټه د جوړ جاړي په نتیجه کې پای ته ورسیږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

د کوهلي او انوشکا شرما ګډ انځور په فسبوک تر اوسه له یو نیم میلیون زیاتو خلکو خوښ کړی دی

تېره شپه د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په خپلو ټولنیزو رسنیو ټویټر، فسبوک او …