کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن ماښام د ای پي ایل ۳۲ مه لوبه د ممبیي او کلکتې ترمنځ ترسره کیږي

نن ماښام د ای پي ایل ۳۲ مه لوبه د ممبیي او کلکتې ترمنځ ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په ۳۲مه لوبه کې نن ماښام شپږ نیمي بجې کلکته نایټرایډرز لوبډله د ممبیي اینډینز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

دا سیالي د کابل پر وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د متحده عربي اماراتو په ابو دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

کلکته نایټرایډرز او ممبيی اینډینز لوبډلې د سږني ای پي ایل لیګ مخکښې لوبډلې شمېرل کیږي چې دواړو لوبډلو د نمرو په جدول کې د لومړیو څلورو لوبډلو په قطار کې ځای نیولی دی.

ممبيي اینډینز لوبډلې د سږني ای پي ایل لیګ سیالیو پر مهال تر دامهاله ۷ لوبې کړي دي چې په دې کې ۵ ګټلي او د لسو نمرو په دردلودلو سره یې دوهم ځای خپل کړی دی.

د تېر کال اتله لوبډله ممبیي که چېرې په نن لوبه کې په ښه رن رېټ سره بریا خپله کړي کولی شي چې په جدول کې د ډهلی لوبډلې مخکې شي او د ۱۲ نمرو په درلودلو سره لومړی مقام ترلاسه کړي.

همدازاز کلکته نایټرایډرز لوبډلې بیا په خپلو ۷ لوبو کې څلور ګټلي دي چې د نمرو په جدول کې د اتو نمرو په ترلاسه کولو سره یې څلورم ځای خپل کړی دی.

که چېرې په نن لوبه کې کلکته لوبډله ممبیی اینډیز ته په ښه رن ریټ سره ماته ورکړی کولی شي چې د ای پي ایل سیالیو دوهمه مخکښه لوبډله شي.

د کرکټ مبصرینو د ممبیي اینډینز او کلکتې لوبډلې تر منځ لوبه په زړه پورې بللې ده او وایي،چې دواړه لوبډلې به په نن لوبه کې د ښې توي وهنې او ښې توپ اچونې ننداره وړاندې کړي.

د ممبیي او کلکتې لوبډلو ترمنځ په تېرو پنځو لوبو کې پنځه ممبیي اینډینز ګټلي دي او پاتې یوه بیا د کلکتې لوبډلې په ګټه پای ته رسېدلې ده.

په نن لوبه کې د ممبیی اینډینز لوبډلې احتمالي لوبډله
کپتان روهیت شرما، کوینټن ډیکاک، سوریا کمار، ایشان کیشن، هارډیک پنډیا، کیرون پولارډ، کرنول پنډیا، ټرینټ بولټ، جیمس، راهول چهال او جسپریټ بومرا.

د کلکتې احتمالی لوبډله
کپتان دنېش کارتېک، راهول ټریپاټي، شوبمن ګېل، نتېش رانا، ایوین مورګن، انډری رسل، پاټ کمینس، فرګسن، ګولدیپ، کرېشنا او وارن.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

ای پي ایل: بنګلور پچه وګټله، لومړی توپ وهنه کوي

د هند غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په دوام په ۲۸مه لوبه کې همدا …