کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ای پي ایل: د تېرې لوبې په وروستي اور کې د پریټي زېنټا احساسات

ای پي ایل: د تېرې لوبې په وروستي اور کې د پریټي زېنټا احساسات

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په لړکې تېره شپه ۳۱مه لوبه د کینګز الیون پنجاب لوبډلې او بنګلور ترمنځ په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه چې پکې د پنجاب لوبډلې د لیګ دوهمه بریا ترلاسه کړه.

د رویالز چېلېنجرز بنګلور او کینګز الیون پنجاب ترمنځ تېره لوبه خورا زړه راښکونکې وه، ددې لوبې په وروستیو شېیو کې پنجاب لوبډلې ته په دوو اورونو کې یوازې شپږ منډې پاتې وې چې په وروستي توپ یې پوره کړې.

دا لوبه په وروستیو شېبو کې جالب حالت ته په داسې حال کې ورسېده چې د پنجاب لوبډلې مالکه او د بالیووډ وتلې فلمي ستورې پریټي زېنټا هم په لوبغالي کې لوبه له نږدې څارله.

پنجاب لوبډلې ته په وروستیو دوو اورونو کې یوازې شيږ منډې پاتې وې، د لوبې نولسم اور اودانه د څلور منډو په ورکړې سره پای ته ورسوه.

په وروستي شلم اور کې یوازې دوه منډې پاتې وې د پنجاب لوبډلې یوازې یو لوبغاړی سوځېدلی و کپتان کی ایل راهول په ۶۱ منډو او کرېس ګېل په ۵۳ منډو ولاړ و.

شلم اور د بنګلور لپاره چاهال ترسره کوه، نوموړي تر پنځم توپه پورې د دوو منډو دفاع کړې وه، په دغې اور کې کرېس ګېل هم رن اوټ شو او په وروستي توپ چې یوازې یوه منډه پاتې وه نیکولاس پوران ستره شپږیزه ووهله او یاده سیالي په خپل نوم پای ته وروسوله.

په وروستیو شېبو کې د شلم اور په پنځم توپ د کرېس ګېل په سوځېدو سره پریټي زېنټا سخته غوسه شوه او په خواشینی انداز یې لوبغالی کې خپلو لوبغاړو ته لاسونه پراخ کړل چې ولې؟؟

خو په وروستي توپ چې پنجاب ته د ګټې په موخه یوازې یوه منډه پاتې وه نیکولاس پوران توپ وهنې ته له وتلو سره سم شپږیزه ووهله چې له امله یې پریټی زېنټا بېرته خوښي څرګنده کړه.

د کینګز الیون پنجاب لوبډلې په روان ای پی ایل لیګ کې تر دامهاله وروستی نهم مقام خپل کړی دی، دوی په خپلو اتو لوبو کې یوازې دوه لوبې ګټلي دي، که چېرې دوهم پړاو ته لار پیداکوي پاتې ټولې لوبې باید په ښه رن ریټ سره وګټي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

عمران طاهر او سندیپ لمېچن د لوبو کولو په تمه دي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په لړکې تر اوسه ۳۴ لوبې ترسره …