کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دنېش کارتېک د کلکتې لوبډلې کپتاني مورګن ته وسپارله

دنېش کارتېک د کلکتې لوبډلې کپتاني مورګن ته وسپارله

د ای پی ایل سیالیو په دوام له ۳۲ مې لوبې یوازې پنځه ساعته وړاندې د کلکتې لوبډلې لوبډلمشر دنېش کارتېک خپله کپتاني انګلینډي اوین مورګن ته وسپارله.

نن ماښام شپږ نیمی بجې د کلکته نایټرایډرز لوبډلې او ممبیی اینډینز ترمنځ د سږني ای پي ایل لیګ ۳۲مه لوبه ترسره کیږي، خو له لوبې وړاندې دنېش کارتېک په خپله خوښه کپتاني اوین مورګن ته وسپارله.

دنېش کارتېک د کپتانۍ نه د لیرې کېدلو په اړه ویلی دي چې دا پریکړه به هغه سره تر ډیره په ښو لوبو کولو کې مرسته وکړي او له فشار پرته به ښه ښه اننګزونه وکړي.

د کلکتې لوبډلې روزونکو او نور سټاپ بیا ویلي دي چې دنېش کارتېک د دوې لوبډلې لپار تر دې دمه ښه کپتاني کړې ده، خو په لوبډله کې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام اتل اوین مورګن شتون لري نو په همدې اساس یې غوره وګڼله چې نوموړی د لوبډلې کپتان وټاکي.

د کلکته نایټرایډرز لوبډلې مسوولین وایي، مونږ بختور و چې دنېش کارتېک مو په نیمایي لوبو کې لوبډلمشر و.

د دنېش کارتېک ځای ناستی مورګن بیا د نړۍ د بهتریني لوبډلې انګلستان لوبډلمشر پاتې شوی دی او لاهم خپلې کپتانۍ ته دوام ورکوي.

د کرکټ مینه والو د کلکتې لوبډلې دا پرېکړه ستایلې ده او مورګن ته یې هرکلی ویلی دی.

د کلکتې مینه والو په ټولنیزو رسنیو د دې پرېکړې تود هرکلی کړی دی او د مورګن ټاکنه یې هغه ته احترام بللی دی ځکه چې مورګن په خپله کپتانۍ کې انګلستان ته د نړیوال جام اتلولي ترلاسه کړې ده.

اوین مورګن په کپتانۍ کې پراخه تجربه لري، نوموړی د نړۍ په کچه د یوې سترې لوبډلې مسلکي رهبری کوي چې د خپلو تجربو پر مټ یې انګلستانۍ لوبډلې ته د تېر ۲۰۱۹م کال نړیوال جام اتلولي هم وګټله.

اوین مورګن به همدا نن ماښام شپږ نیمي بجې د هند په غوره لیګ ای پی ایل سیالیو کې رسمآ د ممبیي اینډینز لوبډلې پر وړاندې د کلکتې لوبډلې کپتاني ترسره کړي.

کلکته د روان ای پی ایل لیګ څلورمه مخکښه لوبډله شمېرل کېږي چې په خپلو ۷ سیالیو کې یې څلور لوبې ګټلي دي او پاتې درې یې بایللي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

عمران طاهر

د چيناى سوپر کنګز ٥ لوبغاړي چې روان اى پي ايل به يې وروستى پړاو وي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ٢٠٢٠ کال سياليو شاوخوا يوه مياشت …