کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ای پي ایل سیالیو په ۱۳ کلن تاریخ کې دویم چټک توپ انریچ ترسره کړ

د ای پي ایل سیالیو په ۱۳ کلن تاریخ کې دویم چټک توپ انریچ ترسره کړ

د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو په لړ کې د تېرې چهار شنبې په ورځ د ډهلي او راجستان ترمنځ په لوبه کې تر ټولو تېز ترینه بال د ډهلي لوبډلې سویلي افریقایي بالر انریچ نورتجي ترسره کړ چې سرعت یې۱۵۶.۲۲ وښودل شو.

د سږنیو ای پی ایل سیالیو په ۳۰مه لوبه کې ډهلي کپیټلز لوبډلې راجستان رایلز لوبډلې ته د ۱۳ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

په دغې لوبه کې لومړی توپ وهنه ډهلي لوبډلې وکړه دوی د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره راجستان رایلز لوبډلې ته د ۱۶۲ منډو هدف ټاکلی و چې راجستان رایلز لوبډلې ورته په ځواب کې ۱۴۸ منډې وکړې.

دا لوبه چې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه په دوهمې پاڼۍ کې د ډهلی لوبډلې چټک توپ اچوونکي انریچ نورتجي ناشنا بالېنګ ترسره کړ، نوموړي په دې لوبه کې د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو ترټولو چټک بال چې سرعت یې ۱۵۶.۲۲ و ترسره کړ.

انریچ دغه توپ د راجستان رایلز لوبډلې د تکړه توپ وهوونکی جاس بټلر پر وړاندې ترسره کړ چې له امله یې نوموړی بولټ اوټ شو.

انریچ نه یوازې چې د ۲۰۲۰م کال ای پی ایل سیالیو ترټولو چټک بالر وشمیرل شو، بلکې له ۲۰۰۸م کال نیولې تر د ۲۰۲۰م کال دیارلس پړاوونو پورې تر ټولو دوهم مخکښ بالر وشمیرل شو چې چټک بال کوي.

انریچ د شان ټایټ وروسته د دوهم مقام ترڅنګ، د۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو لومړی، دویم، دریم څلورم او پنځم ګړندی توپ اچوونکی هم نومول شوی دی چې په ترتیب سره یې ۱۵۶.۲۲.- ۱۵۵.۲۱ – ۱۵۴.۷۴ – ۱۵۴.۲۱ او د ۱۵۳.۷۲ چټک سرعت سره بالینګ کړی دی.

انریچ په دې سره د ای پي ایل په ۱۳ کلن تاریخ کې دوهم چټک بالر ونومول شو چې له شان ټایټ وروسته چټک بال کوي، مشهوره بالر شان ټایټ په ۲۰۱۱م کال کې د ای پی ایل سیالیو ترټولو چټګ بال د ۱۵۷.۷۱ په سرعت سره ترسره کړ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

مهيندرا سينګ دهوني

د دهوني پاچاهي پاى ته ورسېده، چيناى په لومړي ځل د مخکې تګ نه پاتې شوه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې خو ٨ لوبډلې برخه لري، خو …