کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د اصغر اتل ۸۱ منډو او د رحمت شاه ۷۸ منډو مس عینک لوبډلې ته لوبه وګټله

د اصغر اتل ۸۱ منډو او د رحمت شاه ۷۸ منډو مس عینک لوبډلې ته لوبه وګټله

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان تر نامه لاندې د لېسټ اې سیالیو په اوومه لوبه کې مس عینک لوبډلې د اصغر اتل د ۸۱ منډو او د رحمت شاه ۷۸ منډو پرمټ بند امیر لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

په دغې لوبه کې مس عینک لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې بند امیر ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

بند امیر لوبډلې په ټاکل شوېو پنځوسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره مس عینک لوبډلې ته په ټول توان سره د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه.

د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي ۵۹، دروېش رسولي ۵۹، عمران جنت ۴۷ او کریم جنت په وروستیو کې ۳۲ منډې وکړې.

د مس عینک لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ظاهر خان تر ټولو ډیرې درې ویکټې، نور احمد، ضیاالرحمان او شاهدالله بیا یوه – یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی د ۲۷۴ منډو هدف مس عینک لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځوسو اورونو کې پوره کړ او سیالي یې د پنځو ویکټو په توپیر سره وګټله.

د مس عینک لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ځوان لوبغاړي اصغر اتل ۸۱ منډې د اووه څلوریزو او دوو شپږیزو پرمټ جوړې کړې.

د مس عینک لپاره رحمت شاه زرمتي ۷۸، رحمان الله ګربز ۶۷ او شاهد کمال په وروستیو کې۲۸ منډې وکړې.

د بند امیر او مس عینک ترمنځ د دې لوبې په وروستیو شېیو کې په یو توپ یوازې یوه منډه پاتې وه چې د ۱۹ کلنې لوبډلې د مهم لوبغاړي شفیق الله غفاري په توپ رحیم منګل څلوریزه ووهله او بریایې ترلاسه کړه.

د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې نجات مسعود او شفیق غفاري دوه – دوه لوبغاړي وسوځول او حشمت الله شهیدي بیا یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

په دې لوبه کې شفیق الله غفاري خپله لومړنۍ لېسټ اې لوبه ترسره کړه چې په خپلو لسو اورونو کې ۷۶ ډیرې منډې ورکړې او دوه ویکټې یې ترلاسه کړې.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اصغر اتل واخیسته، نوموړي په نن لوبه کې ۸۱ منډې وکړې.

د یادولو ده چې سبا سهار نهه بجې د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه به د امو او سپین غر لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

بوست لوبډلې په لېسټ اې سیالیو کې خپله څلورمه لوبه هم بایلوده

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان تر نامه لاندې د لېسټ اې …