کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ممبیي شپږمه بریا ترلاسه کړه او د لیګ مخکښه لوبډله شوه

ممبیي شپږمه بریا ترلاسه کړه او د لیګ مخکښه لوبډله شوه

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن په ۳۲مه لوبه کې ممبیي اینډینز لوبډلې کلکته نایټرایډرز ته په اتو ویکټو ستره ماتې ورکړه او د ای پی ایل سیالیو د نمرو به جدول کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

دا لوبه نن ماښام شپږ نیمي بجې په شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وه چې شېبه وړاندې پکې کلکته نایټرایډرز لوبډلې بریا خپله کړه.

په نن لوبه کې پچه د کلکته نایټرایډرز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ممبیي اینډینز لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.

د کلکتې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کپتان اوین مورګن ۳۹ ناسوځېدلې او پاټ کمېنس ۵۳ منډې وکړې.

په نن لوبه کې کپتاني د دنېش کارتېک پر ځای د انګلینډ اتل لوبغاړي اوین مورګن په غاړه وه چې په راتلونکو ټولو سیالیو کې به هم د دغې لوبډلې لپاره کپتان پاتي شي.

د ممبیي اینډینز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې چاهار دوه لوبغاړي، ټرینټ بولډ، کولټر نیل او بومرا یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

ممبیي لوبډلې د کلکتې ټاکل شوی د ۱۴۹ منډو هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په اوولسم اور کې ترلاسه کړ او سیالي یې په اتو ویکټو وګټله.

د ممبیی اینډینز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کوینتن ډیکاک تر وروستیو پورې ۷۸ ناسوځېدلې منډې وکړې، همداراز کپتان روهیت شرما بیا ۳۵ ډیرې منډې وکړې.

د کلکتې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې وارن او شیوام یو – یو لوبغاړی وسوځوه، خو لوبډلې لوبه بایلوده.

په نن لوبه کې ډیکاک نیمه سلیزه ووهله، ۷۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د ممبیي اینډینز لوبډلې دا شپږمه بریا وه چې په روان ای پي ایل لیګ کې ترلاسه کړه او د نمرو په جدول کې لومړی مقام ترلاسه کړه.

کلکتې لوبډلې بیا د روان ای پي ایل لیګ څلورمه ماتې هم ومنله او د نمرو په جدول کې په څلورم مقام کې پاتې شوه.

د یادولو ده چې سبا به هند په غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په لړکې دوه لوبې ترسره شي لومړۍ لوبه به غرمه دوه بجې د راجستان او بنګلور ترمنځ، دوهمه لوبه به ماښام شپږ نیمي بجې د چینای او ډهلي ترمنځ وشي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

بوست لوبډلې په لېسټ اې سیالیو کې خپله څلورمه لوبه هم بایلوده

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان تر نامه لاندې د لېسټ اې …