کورپاڼه / خبرونه / عمرګل له نړیوال کرکټ څخه استعفی وکړه

عمرګل له نړیوال کرکټ څخه استعفی وکړه

د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې مشهوره پښتون بالر عمر ګل تېره شپه د نړیوال کریکټ څخه استعفی اعلان کړه.

د پاکستان د کورني کرکت سیالیو په لړکې د دې هیواد په نېشنل کپ سیالیو کې تېره شپه عمر ګل د نړیوال کریکټ څخه استعفی اعلان کړه.

عمر ګل چې د پاکستانۍ لوبډلې لپاره د وخت تر ټولو بهترینه بالر پاتې شوی دی، خو په وروستیو پنځو کلونو کې د پاکستان کرکټ بورډ له لوري سیالیو ته نه دی غوره شوی چې له نامعلوم برخلیک وروسته یې استعفی وکړه.

پښتون لوبغاړي عمرګل د پاکستان لپاره په خپل وخت کې ډیر ویاړونه راوړي دي او دغې لوبډلې ته یې ډیری وخت په سیالیو کې بریا ورپه برخه کوله.

عمرګل په پېښور کې پیداشوی دی چې تر دا مهاله نږدې ۳۶ کاله عمر لري نوموړي له ۲۰۰۳م کال نیولي تر ۲۰۱۶م کاله پورې نړیوال مسلکي کرکټ کړی دی.

عمرګل په ۲۰۰۳م کال کې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه د بنګله دېش خلاف کړې، په ۲۰۰۳م کال کې د یو ورځنیو سیالیو پیل د زمبابوې خلاف کړی و او د شل اوریزو سیالیو پیل یې په ۲۰۰۷م کال کې د کینیا خلاف کړی و.

عمر ګل په کورنیو او تجارتي لوبډبو کې هم له ۲۰۰۳م کال نیولي تر ۲۰۲۰م کاله پورې ډیر وخت ولوبید، په پشاور، حبیب بانګ، کلکته نایټرایډرز ویسټرن اسټرالیا،خیبر پښتونخوا، کویټه، ملتان سلطان او بلوچستان لوبډلو کې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

عمرګل د پاکستان لپاره د نړیوال کرکت پر مهال ۴۷ټېسټ لوبې، ۱۳۰ یو ورځنۍ ۶۰ شل اوریزې لوبې کړي دي.

پښتون لوبغاړي عمرګل په ۴۷ ټېسټ لوبو کې۱۶۳ لوبغاړي سوځولي، همداراز یې په ۱۳۰یو ورځنیو لوبو کې ۱۷۹ لوبغاړي سوځولي دي او په ۶۰ شل اوریزو لوبو کې ټوتل ۸۵ ویکټي ترلاسه کړي دي.

عمرګل په ۲۰۱۰م کال نړیوال جام کې هم نه ماتیدونکی ریکارډ جوړ کړ، نوموړي د نیوزیلینډ خلاف په یوې لوبه کې د پنځو ویکټو په اخیستو سره یوازې شپږ منډې ورکړې چې لاهم دا ریکارډ ژوندی دی.

د عمرګل له استعفی وروسته په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فسبوک د نوموړي ستاینه شوې ده چې د ځوانو کرکټرانو لپاره یې د تل لپاره خپل ځای پریښود.

د پاکستان د کرکټ بورډ ادارې هم د عمرګل ستاینه کړې ده او د هغه خدمتونه یې ستایلی دي .

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

د کوهلي او انوشکا شرما ګډ انځور په فسبوک تر اوسه له یو نیم میلیون زیاتو خلکو خوښ کړی دی

تېره شپه د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په خپلو ټولنیزو رسنیو ټویټر، فسبوک او …