کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن په ای پي ایل سیالیو کې دوه لوبې ترسره کیږي

نن په ای پي ایل سیالیو کې دوه لوبې ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن دوه مهمې لوبې ترسره کیږي چې په ۳۳مه لوبه کې به بنګلور لوبډله د راجستان خلاف لوبه وکړي او په ۳۴مه لوبه کې به بیا چینای او ډهلي ترمنځ لوبه ترسره شي.

د بنګلور او راجستان رایلز ترمنځ به ۳۳ مه لوبه د کابل پر وخت ماسپیښین دوه نیمي بجې په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

همداراز د ای پی ایل ۳۴مه لوبه او د نن ورځې دوهمه لوبه به ماښام شپږ نیمي بجې د ډهلي کپیټلز او چینای سوپر کینګز ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې وشي .

د بنګلور لوبډلې کپتاني د ویرات کوهلي او د راجستان رایلز لوبډلې کپتاني بیا د اسټرالیاوي سټیو سمېت پر غاړه ده، همداراز د ماښام په لوبه کې د چینای لوبډلې کپتاني د ایم ایس ډوهني او د ډهلي لوبډلې کپتان بیا د شریاس اییر په غاړه ده.

په نن لوبو کې د مخ کېدونکو څلور واړو لوبډلو جوړښت یو څه مسلکي او ښه دی.

د نمرو په جدول کې ډهلي لوبډله دوهم ځای لري چې په خپلو اتو لوبو کې شپږ ګټلي دي او د نمرو په جدول کې لس نمرې ترلاسه کړي دي، که چېرې نن لوبه وګټي نو د جدول لومړی مقام به خپل کړي.

همداراز په دریم ځای کې بیا بنګلور لوبډله قرار لري چې په اتو لوبو کې پنځه ګټلی دي او د نمرو په جدول کې یې لس نمرې ترلاسه کړي دي.

راجستان او چینای لوبډلې بیا د جدول په وروستیو ځایونو کې قرار لري، چینای د دریو بریاوو سره په شپږم ځای او راجستان بیا اووم مقام خپل کړی دی.

که چېرې په ماښامۍ لوبه کې ډهلي لوبډله لوبه وګټي له ممبیي اینډینز لوبډلې به بېرته مخکې شي او په جدول کې به لومړی مقام خپل کړي.

دغه راز که چېرې د بنګلور او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ په لوبه کې بنګلور لوبډله بریا ترلاسه کړي نو د نمرو په جدول کې به دوهم ځای خپل کړي.

د یادولو ده که چېرې د چینای او راجستان په لوبډلو کې یوه لوبډله بریا ترلاسه کړي، نو یوه لوبډله به د جدول پنځم ځای ته ولاړه شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

راجستان رايلز او چيناى سوپر کنګز

اى پي ايل ٣٧مه لوبه: نن به چيناى او راجستان خپل بخت وازمايي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣٧مه لوبه نن د چيناى سوپر کنګز …