کورپاڼه / بېلا بېل / د شربت ګلې انځور په ۷۰ زره ډالر وپلورل شو او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ

د شربت ګلې انځور په ۷۰ زره ډالر وپلورل شو او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ

د پښتنې مېرمنې شربت ګلې یو انځو په نړیواله کچه ستر ریکارډ جوړ کړ او په پولنډ هیواد کې د بولۍ له لاري په اویا زره امریکایی ډالره وپلورل شو.

په پولنډ هیواد کې د انځورونو لپاره د بولۍ جوړولو دا مراسم د دې هیواد یوې سترې کمپنۍ چې دیسا یونیکوم نومیږي جوړ کړي و.

د بولۍ په دغو مراسمو کې د افغانې مېرمنې شربت ګلې هغه انځور چې په ۱۹۸۵م کال د پېښور د کډوالۍ پرمهال په یوه کمپ کې د یوه امریکایي عکاس “سټیف مک ” له لوري اخیستل شوی و تر ټولو په لوړه بیه وپلورل شو او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

دیسا یونیکوم کمپنۍ ویلي دي چې د شربت ګلې دې انځور په ټول پولینډ کې د زرګونه انځورونو په قطار کې په لوړه بیه د پلورل کېدلو لومړی مقام ترلاسه کړ.

د شربت ګلې انځور چې له نن ۳۵کاله وړاندې د سټیف مک له لوري اخیستل شوی و هغه مهال د نیشنل جیو ګرافیک مجلې په پښتۍ لګول شوی و.

نړیوال وایي، شربت ګله د شنو سترګو په درلودلو او د خپل ژور لید له امله د کډوالو په نړیوال سمبول بدله شوه

هغه مهال د شربت ګلې د لویو او جذابو سترګو انځور د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خوښ شو.

دا افغانه مېرمن په دې وروستیو کې د پېښور له کمپ څخه کابل ته راستانه شوې ده چې هغه وخت یې افغان حکومت او ولس پراخ ملاتړ او هرکلی وکړ.

شربت ګلې ته کابل ته د راتګ سره سم افغان حکومت په عصري وسایلو سمبال یو کور هم سپارلی دی چې پکې هغه او د کورني غړی یې ژوند کوي.

په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فسبوک باندې افغانانو په دې خوښي ښودلې ده چې د شربت ګلې انځور په پولنډ هیواد کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

افغان ولس له افغان حکومت غوښتي دي چې ۵۰ کلنې مېرمنې شربت ګلې ته دې په ژوند کې نورې اسانتیاوي هم برابرې کړي ځکه چې له نوم سره یې د هیواد نوم په ویاړ سره یادیږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

د ټرمپ مينه وال

هغه هندى ومړ، چې د ډونالډ ټرمپ عبادت يې کاوه

د هند هغه اوسېدونکى ومړ، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عبادت به يې …