کورپاڼه / خبرونه / ملي ټلویزیون د میلیون لیګ موضوع په اړه ولې چوپتیا غوره کړې؟

ملي ټلویزیون د میلیون لیګ موضوع په اړه ولې چوپتیا غوره کړې؟

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون چې تل یې د ملي لوبډلې لوبې او په هیواد کې دننه د شپږیزي کرکټ لیګ سیالۍ خپرې کړي دي، اوس تازه د میلیون لیګ سیالیو د جنجال په اړه چوپه خوله پاتي دي.

میلیون کرکټ لیګ سیالۍ چې ټاکل شوې ده په راتلونکې نومبر میاشت کې د ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ له لوري په خوست ولایت کې ترسره شي دافغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی یې مخه نیسي.

د دغو سیالیو د ترسره کولو بشپړ اسناد شاپور ځدراڼ سره په لاس کې دي، خو د افعانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس بیاوایی چې د دې لیګ جواز یې لا نه دی ورکړی.

ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ چې د دې سیالیو تنظیمونکی بلل کیږي د میلیون لیګ سیالیو د ترسره کولو ترڅنګ یې څو ورځې وړاندې له لمر ټلویزیون سره د لوبو د خپراوي تړون هم لاسلیک کړ.

ملي ټلویزیون چې په دا وروستیو کې په پرله پسې توګه د افعانستان د کورنیو او نړیوالو سیالیو د خپاروي حقوق ترلاسه کوي د نورو خصوصي ټلویزیونونو پر وړاندې یې جدي ستونزې جوړې کړي دي.

میلیون لیګ سیالۍ چې ټاکل شوې ده د لمر ټلویزیون له لاري د یوه تړون له مخې خپری شي، د افغان کرکټ بورډ له لوري ورته بیلابیلې ستونزې جوړې شوي دي.

یوې سرچیني خپلواک وېبپاڼې ته وویل،چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی د ملي ټلویزیون د رئیس اسماعیل میاخېل په خوښه د دغو سیالیو د لغوه کېدو پرېکړه کوي او نه غواړي چې په هیواد کې دننه په نشراتي برخه کې ملي ټلویزیون ته بل رقیب پیداکړي.

تېره شپه هم د ملي تلويزون RTA ان د پاکستاني عمرګل د استعفی خبر خپور کړی دی خو، د ميليون جام موضوع په اړه چې لا نه ده حل شوې چپ پاتې دي او تراوسه يې دغې موضوع ته هېڅ ډول پوښښ نه دی ورکړی.

ملي ټلویزیون تر دې دمه د میلیون جام سیالیو په اړه چوپتیا ښودلې ده زمونږ د سرچینې پر وینا ملي ټلویزیون نه غواړي چې دغه سیالۍ دې د هغوی پرته لمر ټلویزیون په قانوني بڼه خپرې کړي.

په ورته وخت کې افغانستان د کرکټ مبصرینو او مینه والو د ملي راډیو ټلویزیون په رهبرۍ او کارکوونکو باندې سختې نیوکي کړي دي چې په دغې پیچلې موضوه یې لا سترګې پټې کړي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …