کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د میلیون لیګ سیالیو د مخنیوي پر موخه افغان لوبډله په سفر لیږي

کرکټ بورډ د میلیون لیګ سیالیو د مخنیوي پر موخه افغان لوبډله په سفر لیږي

د افغانستان د کرکټ بورډ رسنیو برخې پخواني مسوول او مشهوره خبریال ابراهیم مومند ته یو شمېر سرچینو ویلي دي چې له میلیون لیګ سیالیو وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عربي اماراتو ته په سفر ځي.

ابراهیم مومند وایي، ټاکل شوې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې اونۍ د نامعلوم هدف پر موخه د تمريناتو لپاره متحده عربي اماراتو ته په سفر ولاړه شي.

مومند په خپلې ټویټر پاڼې باندې لیکلي دي چې، د کرکټ ملي لوبډلې تمريناتي کمپ چې لا يې موخه معلومه نه ده او نه يې په اړه کرکټ بورډ رسمي معلومات ورکړي د کرکټ نړېوالې شورا د ICC په GCA يا ګلوبل کرکټ اکاډمۍ کې د اکتوبر په ۲۸مه نېټه پيل شي.

د دې تمریناتي کمپ خبر وروسته له هغې ورکول کیږی چې د میلیون لیګ سیالیو په سر د ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ او د کرکټ بورډ ترمنځ ستونزې راولاړې شوي دی.

میلیون لیګ کرکټ سیالۍ چې په نومبر میاشت کې پلان شوي دي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزی یې په روغ لاس مخه نیسي.

فرهان یوسفزی وایي، هغه لیګونه چې جواز نه لري د کرکټ بورډ کارکوونکي او ملي لوبغاړي یې په لاره نه شي اچولی، خو شاپور ځدراڼ بیا د اسنادو لرلو خبره کړې او د میلیون لیګ سیالیو په کولو ټینګار کوي.

خپلواک وېبپاڼې ته هم په کرکټ بورډ کې یوې سرچینی وویل،چې د میلیون لیګ سیالیو د مخنیوي پر موخه فرهان یوسفزی غواړي چې ملي لوبغاړو ته په متحده عربي اماراتو کې کمپ په لاره واچوي.

د سرچیني پر وینا د افغانستان د کرکت بورډ عمومي رئیس د دغې کمپ په مرسته غواړي چې د میلیون لیګ کرکټ سیالۍ لغوه او یاهم ګډې وډې کړي.

د دې کمپ په اړه لا رسمي د افغانستان کرکټ بورډ څه نه دي ویلي، خو د کرکټ مینه وال بیا د بورډ په مشر نیوکي کوي چې د څو اشخاصو په خوښه میلیون لیګ سیالۍ لغوه کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

د کوهلي او انوشکا شرما ګډ انځور په فسبوک تر اوسه له یو نیم میلیون زیاتو خلکو خوښ کړی دی

تېره شپه د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په خپلو ټولنیزو رسنیو ټویټر، فسبوک او …