کورپاڼه / د لوبو راپورونه / امو لوبډلې سپین غر ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه

امو لوبډلې سپین غر ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په دوام نن په اتمه لوبه کې امو لوبډلې سپین غر ته په پنځو ویکټو ستره ماتې ورکړه او په روان ټورنمېنټ کې دریمه بریا ترلاسه کړه.

د لېسټ اې سیالیو په اتمه لوبه کې پچه نن د سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سپین غر لوبډلې ټاکل شوي پنځوس اورونه ونه لوبول او په ۴۲م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۱۴۸ منډو هدف امو لوبډلې ته وټاکه.

د سپین غر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې آفتاب عالم ۳۱ منډې، اکرام علي خېل ۲۹ منډې او بهار علي شینواري پکې ۱۹ ډیرې منډې وکړې.

د امو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ننګیالي خروټي یو ځل بیا ښه توپ اچونه وکړه، نوموړي د دریو ویکټو په ترلاسه کولو سره ۲۵ منډې ورکړې.

همدارزا د امو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې جمشید خان، محمد سلیم او شرف الدین اشرف هم دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

امو لوبډلې ټاکل شوی د ۱۴۸ منډو کوچنی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۱م اور کې پوره کړ او لوبه یې په پنځو ویکټو له سپین غر لوبډلې وګټله.

د امو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې فرهان ذاخېل ۳۹ منډې، افسر ځاځي ۳۳، ننګیالي خروټي ۱۹ او شرف الدبن اشرف بیا په وروستیو کې ۲۳ منډې وکړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې قیس احمد درې ویکټې او فرید احمد دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ننګیالي خروټي ته ورکړل شوه درې ویکټې واخیستي او ۱۹ منډې وکړې.

دا په روانو لېسټ اې لوبو کې د فرید ملک په کپتانۍ کې د سپین غر لوبډلې دریمه ماتې وه چې په خپله وروستي لوبه کې له امو لوبډلې وخوړه.

سږکال د ۲۰۲۰م کال غازي امان الله خان لېسټ اې لوبې په کندهار ولایت کې پیل شوي دي چې نږدې یې دویم پړاو هم پیلیږي.

د یادولو ده چې سبا به د بوست او مس عینک لوبډلو ترمنځ د لېسټ اې سیالیو نهمه لوبه هم ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

کلکتې په سوپر اور کې د راشد خان لوبډلې ته ماته ورکړه

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۵مه لوبه کې کلکتې …