خپلواک وېبپاڼه (۷ اکتوبر ۲۰۱۹): د اسټراليا او سريلانکا ښځينه لوبډلو ترمنځ دويمه پنځوس اوريزه لوبه په بريسبين کې ترسره شوه، چې د رچيل هاينس په زړه پورې توپوهنې په مټ پکې د اسټراليا ښځينه لوبډلې د سريلانکا ښځينه لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو په ستر توپير ماته ورکړه.
د لوبې په پیل کې پچه د اسټراليا ښځينه لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د اسټراليا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۲ منډې وکړې، چې د سريلانکا ښځينه لوبډلې ته يې د ۲۸۳ منډو ستر هدف وټاکه.
د دوی له ډلې رچيل هاينس ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې د ۸ څلوريزو پر مټ يې په ۱۳۲ توپونو باندې ۱۱۸ منډې وکړې. په نورو لوبغاړو کې بيا اليسا هيلي ۶۹ او ميګ لانينګ ۴۵ منډې وکړې.
د سريلانکا ښځينه لوبډلې له لوري اچيني کولاسوريه ۳، سوګنديکا کماري ۲ او ششي کلا سريوردني هم ۲ لوبغاړې وسوځولې.
د ۲۸۳ منډو هدف د سريلانکا د ښځينه لوبډلې لپاره لوی غر ثابت شو او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې وکړې، چې د اسټراليا د ښځينه لوبډلې څخه يې په ۱۱۰ منډو ماته وخوړه.
د دوی له لوري هرشيتا مادوي ۳۹، انوشکا سنجيواني ۳۶، نيلاکشي ډي سلوا ۲۵ او ششي کلا سريوردني ۲۲ منډې وکړې. د اسټراليا ښځینه لوبډلې له لوري بيا جيس جوناسين ۴ او جورجيه وريهم ۲ لوبغاړې وسوځولې.
د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه رچيل هاينس ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۱۱۸ منډې کړې وې.
د يادولو ده چې د کرکټ نړيوالې شورا د ښځينوو چېمپينشپ چې له ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۲۱ پورې ترسره کېږي، اسټراليايي ښځينه لوبډلې پکې ۱۷ لوبې ترسره کړي دي او ۱۶ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده.