کورپاڼه / بېلا بېل / د افغانستان فوټبال فدراسیون: د خلکو په منځ کې فوټبال لوبه لوی ځای لري

د افغانستان فوټبال فدراسیون: د خلکو په منځ کې فوټبال لوبه لوی ځای لري

تېره شپه د زرګونه مینه والو په منځ کې افعانستان د نهم پړاو فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د پنځم ځل لپاره شاهین اسمایي لوبډلې وګټله .

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ چې د تلې په دویمه نېټه پیل شوی و بېګا شپه له ۲۳ ورځو وروسته د شاهین آسمایي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

په فوټبال غوره لیګ سیالیو کې اته لوبډلې ولوبېدلې چې له ډلې سیمرغ البرز او شاهین آسمایي لوبډلې پای لوبې ته وتلې وې.

د پای لوبې لوبې لیدلو لپاره زرګونه مینه وال تېره شپه د کابل فوټبال لوبغالي ته راغلي و او لوبه یې په ولولو سره بدرګه کړه .

همداراز د ولسمشر مرستیال امرالله صالح او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبداالله هم د دغې لوبې لیدلو لپاره د فوټبال میدان ته ورغلی و.

فوټبال فدراسیون لوبغالي ته د راغلو زرګونه مینه والو څخه مننه کړې ده چې پای لوبه یې لا ښکلې کړې وه.

د فوټبال فدراسیون وایي، د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په نهم پړاو کې شاهین آسمایي پرون شپه اتلولي وګټله؛ خو د دغه لیګ ګټونکي د پخوا اتو کلونو په شان بیا هم نندارچیان وو.

د فوټبال فدراسیون پر وینا له بېلابېلو قومونو او ژبو، تر واحد بیرغ لاندې او د یوه هېواد لپاره، دغو نندارچیانو یو ځل بیا وښووله، چې خوندور ورزش فوټبال د دوی په رګ رګ کې څپې وهی.

د فدراسیون مسوولین وایي، له شک پرته چې د مېرمنو او نارینه وو ګڼ اشتراک د دې ښکارندوی و، چې د خلکو ترمنځ فوټبال څومره لوی ځای درلودلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د فوټبال ګڼ نور مینه وال د فوټبال فدراسیون لوبغالي د ځای د کموالي له امله د دغې جذابې لوبې لیدل له لاسه ورکړل.

دا لوبه نه یوازې چې په لوبغالي کې مینه والو له نږدې وکتله، بلکې د هیواد او نړۍ په ډیرو برخو کې د ټلویزیون له لاري هم نندازه کړی شوه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …