کورپاڼه / بېلا بېل / ولسمشر غني د فوټبال فدراسیون مسوولین او لوبغاړي ستایلي دي

ولسمشر غني د فوټبال فدراسیون مسوولین او لوبغاړي ستایلي دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وروسته له غرمې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له مسوولینو او د فوټبال غوره لیګ سیالیو لوبغاړو سره په ارګ کې لیدلي دي.

ولسمشر غني په دغې ناسته کې د فوټبال فدراسیون د مسوولینو ترڅنګ د افغان غوره لیګ ګټونکې لوبډلې شاهین آسمایي او بایلونکي لوبډلې سیمرغ آلبرز لوبغاړو ترڅنګ د انجونو لوبغاړو سره هم ولیدل.

ولسمشر محمد اشرف غني د فوټبال فدراسیون هڅې وستایلې چې د انجونو او نارینه لوبډلو لوبغاړو لپاره یې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په لاره اچولې وې .

ولسمشر محمد اشرف غني د افعانستان ځوانو فوټبالرانو ته په خطاب کې وویل، چې تاسې زموږ ویاړ او د افغانستان ځوان نسل الګو یاست .

د فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کارګر هم په دې ناسته کې د امنیت په برخه کې له افغان ځواکونو مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو د یووالي، وفاق، ملي پیوستون او جمهوري نظام څخه د ملاتړ پیغامونه له ځانه سره لرل.

ولسمشر غني په دې ناسته کې ټولو فوټبالرانو ته د لیګ د بریالیتوب له کبله مبارکي ورکړه او د فوټبال فدراسیون د مسوولینو غوښتنې یې هم واوریدلې.

ولسمشر ژمنه وکړه چې افغان حکومت به له مادي او معنوي لارو د فوټبال د پرمختګ په موخه مرستې وکړي.

تېره شپه د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو وروستۍ پای لوبه د شاهین آسمایي لوبډلې او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پکې شاهین آسمایي لوبډلې دوه پر صفر اتلولي ترلاسه کړه.

د دغې پای لوبې لیدلو لپاره نږدې زرګونه لیدونکي کابل کې د فوټبال لوبغالي ته راغلی و چې د خپلې خوښې لوبډلې یې تشویقولې.

د یادولو ده چې د تېرې شپې په پای لوبه کې لوبغالي ته د ډیرو مینه والو د راتګ په نتیجه کې خالي ځای شتون نه درلود چې له کبله یې د فوټبال سلګونه نور لیدونکي د لوبغالي بهر بند پاتي شوي و.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …