کورپاڼه / تجارتي ليګونه / وريندر سهواګ: ټيواټيا هر څه کولاى شي، که د کورونا واکسين جوړولو موقع ورکړل شي، ښايي هغه هم جوړ کړي
وريندر سهواګ او راهول ټيواټيا

وريندر سهواګ: ټيواټيا هر څه کولاى شي، که د کورونا واکسين جوړولو موقع ورکړل شي، ښايي هغه هم جوړ کړي

راهول ټيواټيا چې په اى پي ايل کې د راجستان رايلز لوبډلې لپاره لوبېږي، نن سبا يې ډېرې ستاينې روانې دي، ځکه هغه نه يوازې په توپ اچونه کې د راجستان لپاره ښې لوبې ترسره کړې دي، بلکې په توپوهنه کې يې هم ځينې لوبو کې راجستان رايلز بريا ته رسولى دى.

نن چې راجستان رايلز د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې سره لوبه ترسره کړه، که څه هم راجستان بريا خپله نه کړه، خو ټيواټيا يو داسې کېچ ونيولو، چې مشهورو لوبغاړو يې ستاينه وکړه.

په دې لوبه کې راجستان رايلز ١٧٨ منډې هدف وټاکه، چې رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې د اې بي ډيويليرز په زبردسته توپوهنه ياد هدف پوره کړ او په ٧ ويکټو يې بريا خپله کړه.

د دې لوبې پر مهال ويراټ کوهلي د کارتيک تياګي په توپ د شپږيزې د وهلو هڅه وکړه، خو په باونډرۍ کې ولاړ راهول ټيواټيا يې کېچ ونيولو او هغه يې له لوبې بهر کړ.

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني مخکښ لوبغاړي وريندر سهواګ د راهول ټيواټيا د هغه کېچ عکس په ټويټر کې خپور کړى دى او د هغه ستاينه يې کړې ده.

وريندر سهواګ له دې عکس سره ليکلي دي: ((ټيواټيا هر څه کولاى شي. که چېرته د کوويډ واکسين د جوړولو يوه موقع ورکړل شي، نو د هغه وخت داسې روان دى چې ښايي دا هم جوړ کړي، هغه په دې پړاو کې ډېر ښه روان دى.))


راهول ټيواټيا په نننۍ لوبه کې هم ١٩ منډې وکړې او ١ ويکټ يې واخيسته، د دې تر څنګ يې يو کېچ هم ونيولو، هغه که څه هم تراوسه پورې په نړيوالو لوبو کې ګډون نه دى کړى، خو د اى پي ايل په روان پړاو سياليو کې يې د راجستان رايلز لپاره دويم تر ټولو زياتې منډې کړې دي. هغه ٢٢٢ منډې ترلاسه کړې دي او همدا راز له جوفرا ارچر وروسته د خپلې لوبډلې لپاره دويم توپ اچونکى دى چې ٦ ويکټې يې هم اخيستي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: رحمت ديوان

Avatar

دا هم ولولئ

دنېش کارتېک د کلکتې لوبډلې کپتاني مورګن ته وسپارله

د ای پی ایل سیالیو په دوام له ۳۲ مې لوبې یوازې پنځه ساعته وړاندې …