کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ډیویلیرز شپږ شپږیزې ووهلې او بایللې لوبه یې وګټله

ډیویلیرز شپږ شپږیزې ووهلې او بایللې لوبه یې وګټله

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن په ۳۳مه لوبه کې بنګلور لوبډلې د ای بي ډیویلیرز چټکې ۵۰ ییزې پر مټ راجستان رایلز ته په اووه ویکټو ماتې ورکړه.

په دغې لوبه کې پچه راجستان رایلز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

راجستان رایلز لوبډلې په دغې لوبه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو شلو اورونو کې د ۱۷۸ منډو هدف بنګلور لوبډلې ته وټاکه.

د راجستان رایلز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې روبین اوتاپا ۴۱ منډې، بین سټوکس ۱۵، کپتان سټیو سمېت ۵۷ منډې جاس بټلر ۲۴ او ټیواټیا بیا ۱۹ منډې وکړې.

د بنګلور لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې کرېس مورېس تر تولو ښه توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي وسوځول، همداراز چاهال هم په وروستیو کې دوه ویکټې ترلاسه کړې.

بنګلور لوبډلې ټاکل شوی د۱۷۸ منډو هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلم اور کې ترلاسه کړ او سیالي یې په خپلې ګټې سره پای ته ورسوله.

د بنګلور لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نن ای بي ډیویلیرز کمال وکړ، نوموړی د شپږو شپږیزو پر مټ په ۲۲ توپونو باندې ۵۳ چټکې منډې وکړې او سیالی یې وګټله.

د بنګلور لوبډلې لپاره په وروستیو شېبو کې په ۱۲ توپونو باندې ۳۴ منډې پاتې وې چې د ای بي ډیویلیرز چټکې توپ وهنې له کبله بنګلور لوبډلې په لسو توپونو باندې یاد هدف ترلاسه کړ.

ای بي ډیویلیرز په نولسم اور کې په اوند کت درې پرله پسې شپږیزې ووهلې ۲۵ منډې ترې واخیستې په دې اور کې د درېو شپږیزو ترڅنګ، یوه څلوریز او پاتې یوه – یوه هم منډه راغله.

وروستي شلم اور ته د راجستان رایلز لوبډلې له لوري د نړۍ خطرناکه بالر جوفرا ارچر انتخاب شوی و په دغې اور کې لس منډې پاتې وې چې د ای بي ډیویلیرز له لوري په څلورو توپونو باندې پوره کړی شوې.

د بنګلور لپاره په توپ وهنه کې د ای بي ډیویلیرز ترڅنګ ویرات کوهلي ۴۳ منډې او پډیکال بیا ۳۵ منډې وکړې.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړی جایزه ای بي ډیویلیرز ته ورکړل شوه چې په ۲۲ کمو توپونو یې نیمه سلیزه ووهله.

د یادولو ده چې همدا شېبه د ای پي ایل سیالیو په ۳۴مه لوبه کې چینای لوبډلې د ډهلي خلاف پچه ګټلې ده او لومړی یې توپ وهنه پیل کړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

کلکتې په سوپر اور کې د راشد خان لوبډلې ته ماته ورکړه

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۵مه لوبه کې کلکتې …