کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د شېکر داون سلیزې او د پټېل شپږیزو ډهلي لوبډلې ته لوبه وګټله

د شېکر داون سلیزې او د پټېل شپږیزو ډهلي لوبډلې ته لوبه وګټله

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۴مه لوبه کې ډهلي کپیټلز لوبډلې د شېکر داون سلیزي په مرسته له چینای لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر سره لوبه وګټله.

په دغې لوبه کې چینای سوپر کینګز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

چینای سوپر کینګز لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې په ټول توان سره د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ډهلي کپیټلز لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

د چینای لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې فاف ډوپلیسیس ۵۸ منډې، شین واټسن ۳۶، امبته رایډیو ۳۴ منډې او په وروستیو کې رویندر جدیجا ۳۳ منډې وکړې.

د ډهلي کپیټلز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې چټک توپ اچوونکی انریچ دوه لوبغاړي وسوځول، همداراز رباډا بیا یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

ټاکل شوی د ۱۸۰ منډو هدف ډهلي کپیټلز لوبډلې د شېکر داون سلیزي او په وروستي اور کې د اکشر پټیل د پرله پسې دریو شپږیزو پرمټ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د شلم اور په پنځم توپ پوره کړ .

دا سیالي د ډهلي کپیټلز لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر سره له چینای لوبډلې وګټله.

د ډهلي کپیټلز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شېکر داون تر ټولو ډیرې ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې په ۵۸ توپونو باندې د ۱۴ څلوریزو او یوې شپږیزي پرمټ جوړې کړې.

همداراز د ډهلي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شریاس اییر ۲۳ منډې سټوینیس ۲۴ او په وروستیو کې اکشر پټیل په پنځو توپونو ۲۱ منډې وکړې او سیالي یې وګټله.

د چینای سوپر کینګز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې چاهار دوه لوبغاړي او سام کرن، ډی چی براو ،ټکور یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا سیالي په پنځو ویکټو سره ډهلي کپیټلز لوبډلې وګټله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی شېکر داون اعلان شو چې په نن لوبه کې چټګه سلیزه ووهله او د ډهلي په بریا کې مثبت رول اداء کړ.

ډهلي لوبډلې په دې بریا سره بیرته د نمرو په جدول کې لومړی مقام ترلاسه کړه، دوی په خپلو ۹ لوبو کې ۷ لوبې ګټلي دي چې د نمرو په جدول کې ۱۴ نمرې لري.

د ډهلي کپیټلز وړاندې د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې بنګلور لوبډلې راجستان رایلز ته په یوې په زړه پورې لوبه کې ماته ورکړه.

د یادولو ده چې سبا به هم د هند غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په لړکې دوه لوبې ترسره شي، د ورځې په لومړۍ لوبه کې به حیدر اباد او کلکته لوبډله سره په سیالۍ کې مخ شي او په ماښامۍ لوبه کې به ممبیي اینډینز او پنجاب لوبډله د یو بل پر وړاندې ولوبیږي.

دا هم ولولئ

د پریتوي شاو زبردسته توپوهنه، ډیلي له کلکتې نه لوبه وګټله

د ډیلي کاپیټلز لپاره پریتوي شاو زبردسته توپوهنه ترسره کړه، چې د کلکته نایټ رایډرز …