کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن په ای پي ایل سیالیو کې دوه لوبې ترسره کیږي

نن په ای پي ایل سیالیو کې دوه لوبې ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ۱۳م پړاو ای پي ایل سیالیو په دوام نن هم دوه لوبې ترسره کیږي چې یوه لوبه یې ماسپیښین دوه نیمي بجې او بله وروستۍ لوبه به یې د ماښام په شپږ نیمو بجو ترسره شي.

د نن ورځې لومړۍ لوبه او د ای پي ایل لیګ ۳۵مه لوبه به د ماسپیښین په دوه نیمو بجو د سنرایزرز حیدر اباد او کلکته نایټرایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، د ورځې دویمه او د لیګ ۳۶مه لوبه به بیا ماښام د ممبيي اینډینز او کینګز الیون پنجاب ترمنځ ترسره شي.

په سږنیو ای پي ایل سیالیو کې کلکتې لوبډلې په خپلو اتو لوبو کې څلور لوبې ګټلي دي چې د نمرو په جدول کې د اتو نمرو په درلودلو سره څلورم ځای لري.

همدارزا د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې هم سږګال په ای پي ایل سیالیو کې تر دې دمه په اتو لوبو کې درې لوبې ګټلي دي چې د نمرو په جدول کې د ۶ نمرو په لرلو سره پنځم ځای لري.

که چېرې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله په نن لوبه کې په ښه رن ریټ سره بریا ترلاسه کړي کولی شي چې د نمرو په جدول کې څلورم ځای خپل کړي.

د سنرایزرزلوبډلې په لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي عیسې خېل هم شتون لري، خو محمد نبي ته یوازې په یوې لوبه کې وخت ورکړل شوی.

راشد خان بیا په خپلو اتو لوبو کې لس ویکټې ترلاسه کړي نوموړي په ښې ایکانومۍ سره په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړې .

د کینګز الیون په لوبډله کې بیا بل افغان لوبغاړی مجیب الرحمان لوبیږي مجیب تر اوسه دوه لوبې کړي دي او په پاتو لوبو کې نه دی لوبیدلی.

پنجاب لوبډله دا مهال د نمرو په جدول کې وروستی نهم مقام له ځان سره لري، که چېرې نن لوبه په ښه رن ریټ سره وګټي نو د لیګ شپږم ځای به خپل کړي.

د سنرایززر حیدر اباد لوبډلې لوبډلمشري د ډیویډ وارنر، د کلکتې اوین مورګن، د پنجاب کی ایل راهول او د ممبیي اینډینز لوبډلې کپتاتي بیا د روهیت شرماسره ده.

د سنرایزرز حیدراباد او کلکتې ترمنځ به د نن غرمنۍ لوبه په ابو دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، د پنجاب او ممبيي ترمنځ به لوبه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

نن ماښام د ای پي ایل ۲۹مه لوبه د حیدراباد او چینای ترمنځ ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام ۲۹مه لوبه نن د اکتوبر …