کورپاڼه / تجارتي ليګونه / عمران طاهر او سندیپ لمېچن د لوبو کولو په تمه دي

عمران طاهر او سندیپ لمېچن د لوبو کولو په تمه دي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په لړکې تر اوسه ۳۴ لوبې ترسره شوي دي چې پکې هرې لوبډلې خپلې اته/ یا نهه لوبې پوره کړي دي، خو بیاهم ډهلي لوبډلې نیپالي سندیب لمېچن او چینای بیا عمران طاهر نه دی لوبولی.

عمران طاهر او سندیپ لمېچن چې اوس مهال د نړۍ غوره ورو توپ اچوونکي دي په حیرانتیا سره خپلو لوبډلو تر اوسه په سیالیو کې نه دي لوبولي.

د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو کې تر ډیره تمه وه چې سږکال به سندیپ لمېچن او عمران طاهر ته په لوبو کې ډیر چانس ورکړل شي، خو لاهم داسې نه ده شوې .

عمران طاهر هم څو ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ویلي و چې یو وخت به هغه ته لوبغالي ته د نورو لوبغاړو له لوري اوبه راوړل کېدلې، خو اوس هغه اړ دی چې به لوبغالي کې د اوبو چلولو دنده مخته یوسي.

د کرکت مبصرینو هم دچینای لوبډلې د کپتان او روزونکو دا پرېکړه ناسمه بللې ده چې د نړۍ خطرناکه بالر عمران طاهر ته لاهم په لوبو کې د لوبیدو چانس نه ورکوي.

د کرکټ څارونکي وایي، د چینای لوبډله په اوس وخت کې په ډیر سخت حالت کې قرار لري، نو پرته له ځنډه باید په نورو لوبو کې عمران طاهر ته ځای ورکړل شي.

عمران طاهر په تېر ۲۰۱۹م کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې هم ډیر ښه وځلېد او سږکال تمه وه چې د ای پي ایل په ټولو سیالیو کې به ولوبیږي.

د ای پي ایل د قانون له مخې هره لوبډله په خپل یوولس کسیزه نوملړ کې څلور بهرني لوبغاړي لوبولی شي چې له همدې کبله د نورو بهرنیو لوبغاړو د ښه ځلېدا له کبله عمران طاهر لا چانس نه دی ترلاسه کړی.

د چینای لپاره د څلورو بهرینو لوبغاړو په ډله کې د توپ وهنې په برخه کې درې د سر لوبغاړي فاف ډوپلیسیس، شین واټسن او سام کرن په هره لوبه لوبیږي، همداراز په بالرانو کې بیا یوازې ډي جی براوو لوبه ترسره کوي.

د چینای سوپر کینګز لوبډلې په ۱۱ کسیز جوړښت کې تراوسه پورې د ۴بهرنیو لوبغاړو په ډله کې ورو توپ اچوونکی نه دی شامل شوی .

چینای لوبډله که چېرې په راتلونکي کې لوبه ګټل غواړي د سام کرن پرځای باید عمران طاهر د بالینګ لپاره واخلي.

د چینای په لوبډله کې د ورو توپ اچونې دنده تر ډیره هندي سپېنران جدیجا، ټکور او چاهار مخته وړي.

د ډهلي په لوبډله کې بیا په څلور بهرنیو لوبغاړو کې تر ډیره سټوینیس، الیکس کیري ، رباډا او انریچ ته چانس ورکول کیږي چې د دغو لوبغاړو د پرله پسې ځلېدا له امله نیپالي سندیپ لمېچن ته چانس نه ورکول کیږي.

سندیپ د نیپال هیواد ځوان توپ اچوونکي دی لایې هم سږکال لوبه نه ده کړې، خو ښایي په راتلونکو سیالیو کې ورته د ډهلي لوبډله چانس ورکړي.

سندیب لمېچن په دې وروستیو کې د ویسټ په کارابین لیګ کې هم تر ټولو ښه وځلېد .

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

وريندر سهواګ او راهول ټيواټيا

وريندر سهواګ: ټيواټيا هر څه کولاى شي، که د کورونا واکسين جوړولو موقع ورکړل شي، ښايي هغه هم جوړ کړي

راهول ټيواټيا چې په اى پي ايل کې د راجستان رايلز لوبډلې لپاره لوبېږي، نن …