کورپاڼه / خبرونه / ببرک عمر: د کرکټ بورډ په بې سواده چیرمین غږ کوو چې له خپل جهالت دې لاس واخلي

ببرک عمر: د کرکټ بورډ په بې سواده چیرمین غږ کوو چې له خپل جهالت دې لاس واخلي

د افغانستان د کرکټ څارونکی ببرک عمر وایی، چې د کرکټ بورډ بې سواده چیرمین فرهان یوسفزی دی له خپل جهالت لاس واخلي او شاپور ځدراڼ ته دې اجازت ورکړي، څو میلیون لیګ سیالۍ پرته له ستونزو پیل کړي.

ببرک عمر چې وخت ناوخت د افغانستان په کرکټ باندې پیچلې لیکني کوي د فرهان یوسفزي دا دریځ یې ناسم بللی دی چې ګواکې میلیون لیګ سیالۍ دې لغوه شي.

ببرک عمر په خپلې فسبوک پاڼې لیکلی دی چې کرکټ د لیدونکو (fans base game) لوبه ده او‌د یو‌ هېواد د کرکټ لیدونکي هغه مهال زیاتیږي کله چې دننه په هیواد کې خصوصي لیګونه او خصوصي کرکټ ولري، لکه هند، استرالیا، انګلین‌‌‌‌‌‌ډ، پاکستان.

د ببرک عمر پر وینا د کرکټ نړۍ واله شورا هم د همدې لیدونکو پر بنیاد هېوادونو ته فن‌‌‌‌‌‌ډز ورکوي د کوم هېواد چې د کرکټ لیدونکي ‌‌‌‌‌‌ډېر وي د هغوی فن‌‌‌‌‌‌ډز لوړ وي، هند یې جوته بیلګه ده.

نوموړي همداراز لیکلي دي چې له دې هر څه ور اخوا د کرکټ نړۍ واله شورا خپل ټول عایدات له همدې لیدنکو تر لاسه کوي، کرکټ نړۍ واله شورا خپل نوي (۹۰%) سلنه عایدات د نړۍ والو جامونو tv rights خرڅولو څخه تر لاسه کوي.

د تلوېزیون حقوق (tv rights) هغه مهال لوړ خرڅېږي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر لیدونکي ولري.

ببرک عمر زیاتوي، اصول خو دا ایجابوي چې کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د میلون لیګ له منجمینټ سره په هره برخه کې همکاري وکړي، خو دوي نه پوهېږم ولې د دوي ممانعت کوي؟

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزی له څو ورځې راهیسې په روغ لاس په نومبر میاشت کې د پنځم پړاو میلیون لیګ سیالیو پیلیدو مخنیوی کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د میلیون لیګ سیالیو ته دوی لا جواز نه دی ورکړی او نه غواړي چې د یوې پرېکړې وړاندې دغې لیګ ته اجازت ورکړي.

بلخوا د میلیون لیګ سیالیو تنظیمونکی ملي لوبغاړی شاپور ځدران وایي، چې د میلیون لیګ سیالیو لپاره یې ټول رسمي اسناد ترلاسه کړي دي چې په خپل وخت به یې ترسره کړي.

د یادولو ده چې د میلیون لیګ سیالیو په ترسره کولو سره د بورډ یو شمېر کارکوونکي خوښ دي، خو یوازې د بورډ مشر فرهان یوسفزی یې مخالفت کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …