کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سنېل ناراین شکمن بالېنګ پاک اعلان شو

د سنېل ناراین شکمن بالېنګ پاک اعلان شو

د هند غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په دوام نن د اکتوبر پر ۱۸مه نېټه غرمه دوه نیمي بجې په ۳۵مه لوبه کې د افغان لوبغاړي راشد خان اړوند لوبډلې سنرایزرز حیدراباد او کلکته نایټرایډرز ترمنځ سیالي ترسره کیږي.

د دغې لوبې وړاندې د کلکتې لوبډلې تکړه ویسټ انډیزي ورو توپ اچووونکي سنیل ناراین ته په قانوني بڼه بېرته د توپ اچونې اجازت ورکړل شوه.

د سنيل ناراين د توپ اچووني انداز یا اکشن چې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې په وړاندې غير قانوني بلل شوی وو د ای پي ايل د شکمن بالينګ کمېټې بيرته پاک بللی او ويلي يې دي چي بالېنګ یې هيڅ ستونزه نه لري.

په ای پی ایل سیالیو کې د لوبڅارانو له شک وروسته د بالېنګ شکمنې کمېټې د سنیل ناراین بالېنګ د څو اړخونو له لارې تر څار لاندې نیولی و چې په پای کې د نوموړي بالېنګ پاک اعلان شو.

د ای پي ایل سیالیو د بالېنګ شکمنې کمېټې په یوې اعلامیه کې ویلی دي چې ناراین رسمآ د خپل بالینګ ارزونې غوښتنه کړې وه چې په پای کې له ژورې ارزونې وروسته بریالی راووت.

سنیل ناراین چې د کلکتې لوبډلې لپاره یې په دوو پرله پسې بریاوو کې مثبت رول لوبولی و د پنجاب لوبډلې خلاف له لوبې وروسته د بالینګ کولو څخه منع شو.

د کلکتې لوبډلې او په خپله سنیل ناراین هم په دې اړه حیرانتیا ښودلې وه چې ولې بالینګ د ای پي ایل سیالیو په منځ کې شکمن اعلان شو؟

سنیل ناراین اوس کولی شي چې دوه ساعته وروسته د حیدراباد لوبډلې سره په لوبه کې د توپ وهنې ترڅنګ توپ اچونه هم ترسره کړي.

دا د کلکتې مینه والو لپاره ښه خبر دی ځکه چې سنیل ناراین د بالینګ پراخه تجربه لري او کولی شي چې د خپلې توپ اچونې پر مټ کلکتې لوبډلې ته لوبې وګټي.

د کلکتې لوبډلې مینه والو هم د ناراین بالینګ ته خوښي ښودلې ده او ورته یې هرکلی ویلی دی.

دا هم ولولئ

چینای بریویس خپله شپږمه ماتې هم وخوړه

د ټي ټین لیګ په اتلسمه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …