د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې له مخې به ژر د ۲۳ کلنو کم عمره لوبغاړو ایمرجېنګ لوبډله جوړه شي او له څو بهرنیو هیوادونو سره به لوبې هم ترسره کړي.
افغان کرکټ بورډ وایي، د ایمرجېنګ لوبډلې د جوړښت ترڅنګ دا مهال د کرکټ بورډ ادارې له لورې له یو شمېر بهرنیو هیوادونو سره هم خبرې روانې دي، څو ایمرجېنګ لوبډلې ته سیالۍ په لاره واچوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ پر وینا چې په یاده لوبډله کې به په نولس کلنو نړیوال جام کې لوبېدلي افغان لوبغاړي او د کورني کرکټ ځلیدونکي لوبغاړي ولوبیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډایرکټر رئیس احمدزي ویلي دي چې د لوبډلې د جوړښت وړاندې دوی له ګڼ شمېر هیوادونو سره خبرې روانې کړی دي، څو ورته لوبې برابرې کړی او خپل اساسي هدف ترلاسه کړي.
نوموړي وویل،((له شک پرته به یاده لوبډله د ملي لوبډلې ترڅنګ یو ښه غوراوی وي چې په راتلونکي کې به له یادې او الف لوبډلو؛ ملي لوبډلې ته ځوانان د وړتیا او ځلېدلو له مخې لاره ومومي.)
کرکټ بورډ د ایمرجېنګ لوبډلې د جوړښت او هغوی ته د لوبو د برابرولو په تړاو وویل چې په راتلونکي کې غواړي له دغو لوبغاړو یوه ځوانه ملي لوبډله جوړه کړي.
په ورته وخت کې ناتایید شوي راپورونه وایي، چې د ایمرجېنګ لوبډلې د جوړښت ترڅنګ به د همدې اونۍ په پای کې ملي لوبغاړي د تمریناتي کمپ پر موخه متحده عربي اماراتو ته په سفر ولاړ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ بیا د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۰م کال کې تر اوسه یوه لوبلړۍ د ایرلینډ خلاف په هند کې ترسره کړې ده.
د کرکټ مینه وال د افغان کرکټ بورډ څخه غواړي چې د ملي لوبډلې لپاره دې د ۲۰۲۰م کال په دې وروستیو دوو میاشتو کې لږ تر لږه دوه لوبلړۍ ونیسي.