کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ایم ایس ډوهني په تېره لوبه کې د چینای لوبډلې د ماتې لامل په ډاګه کړ

ایم ایس ډوهني په تېره لوبه کې د چینای لوبډلې د ماتې لامل په ډاګه کړ

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام تېره شپه په ۳۴مه لوبه کې چینای سوپر کینګز لوبډلې د ډهلي کپیټلز لوبډلې څخه په وروستي اور کې ماتې وخوړه.

په دغې لوبه کې چینای سوپر کینګز لوبډلې ډهلي کپیټلز ته د ۱۸۰ منډو هدف ټاکلی و چې په وروستي اور کې ډهلي لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

د ډهلي کپیټلز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شېکر داون سلیزه ووهله نوموړي په خپلې توپ وهنه کې۱۴څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله.

دا لوبه په وروستیو شېبو کې ډیر جالب حالت ته ولاړه په وروستي اور کې۱۷منډې پاتې وې چې د چینای لوبډلې له لوري رویندر جدیجا توپ اچونه ترسره کړه.

جدیجا په خرابۍ توپ اچونې سره په یوه اور کې د ۱۷ منډو دفاع ونه کړه چې په پنځو توپونو باندې پرې ۲۱ منډې راغلي او یاده سیالي یې بایلوده.

د ډهلي کپیټلز لوبډلې لپاره په وروستي اور کې اکشر پټیل درې پرله پسې شپږیزې ووهلې او بایللې لوبه یې د خپلې لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله.

شلم اور چې د چینای لپاره رویندر جدېجا ترسره کړ له لوبې وروستي د ډوهني په دا ډول پرېکړې پراخې نیوکې وشوې د کرکټ مبصرین وایي، په دې وخت کې د جدیجا راوستل په روغ لاس ډهلی ته لوبه بایلل و.

د کرکټ مبصرینو او لوبغاړو د تبصرو وروسته نن ایم ایس ډوهني هم په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې د لوبې پر مهال چتک توپ اچووونکی ډی جی براوو خوږ شو او له میدانه ووت چې له امله یې لوبه بایلوده.

ډوهني وویل، چې د براوو په نه شتون کې وروستي اور ته د جدیجا انتخاب یې له مجبوریت کړی دی.

ډوهني وویل، براوو جوړ نه و، هغه چې له لوبغالي ووت بیا را داخل نه شو، له ماسره دوه انتخابه یو د کرن شرما او بل د جدیجا و چې د تجربې او ایکسپیرین له مخې مې غوره وګڼله چې جدیجا بالینګ ته راولم.

ډوهني د ماتې لامل همدا یاد کړ چې براوو د لوبې پر مهال په نیمه کې له لوبغالي ووت او جدیجا څه ډول چې پکار وه هغه ډول توپ اچونه ونه کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

ډواين براوو

ډواين براوو د اى پي ايل له پاتې سياليو بهر شو

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مخکښ …