کورپاڼه / خبرونه / د میلیون لیګ مشر شاپور ځدراڼ د موبي ګروپ له مشر سره لیدلي

د میلیون لیګ مشر شاپور ځدراڼ د موبي ګروپ له مشر سره لیدلي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د ميليون لیګ سیالیو مشر شاپور ځدراڼ د موبي ميډيا ګروپ له مشر سعد محسني سره ناسته ترسره کړې ده.

د میلیون لیګ مسوولین وایي، چې په دغه ناسته کې د ليګ د خپراوي د شته ستونزو او د لیګ ته د راولاړ شویو عمومي ستونزو د حل په هکله خبرې وشوې.

شاپور ځدراڼ یوځل بیا په ټینګار سره ویلي دي چې پنځم پړاو میلیون لیګ سیالۍ به په خپل وخت په نومبر میاشت کې خوست ولایت کې ترسره کړي.

شاپور ځدراڼ وایی، په قانوني بڼه د میلیون لیګ سیالیو ترسره کولو لپاره قانوني اسناد په لاس کې لري چې هیڅوک به یې مخنیوی ونه کړي.

د دې سیالیو د خپراوي تړون هم له لمر ټلویزیون سره لاسلیک شوی دی چې په نوي نوښت او ښه کیفیت سره به د لمر ټلویزیون په پرده خپور شي.

یو شمېر سرچینی وایي، چې افغان کرکټ بورډ ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ ته اوس دا شرط ايښی دی چې د بورډ د عمومي رئیس څخه به لاسلیک شوی NOC اخلي.

سرچینه وایی، د سرپرست اجرائيوي مشر، د کمېټې او کورني کرکټ مسوول پخواني اخيستل شوي لاسليکونه او منظورۍ فرهان يوسفزي ته د منلو وړ نه دي.

افغان کرکټ بورډ شاپور ځدراڼ ته دا وړاندیز هم کړی دی چې سږکال له میلیون لیګ سیالیو تېر شه او په راتلوونکي ۲۰۲۱م کال کې ترسره کړه.

د کرکټ بورډ دا غوښتنه شاپور ځدراڼ لاهم نه ده منلې او په خبله خبره کلک ولاړ دی چې په نومبر میاشت کې به یاد لیګ په خوست ولایت کې ترسره کړي.

میلیون جام سیالۍ سږکال په خوست ولایت کې په لوړ کیفیت او د شپږیزي لیګ په کچه ترسره کیږي.

د دې لیګ لپاره نومول شوې لوبډلې پیرل کیږي، د لیګ پرانیستې مراسم ترسره کیږي او د لوبغاړو د ډرافټ مراسم به هم په معیاري ډول سره ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

د کوهلي او انوشکا شرما ګډ انځور په فسبوک تر اوسه له یو نیم میلیون زیاتو خلکو خوښ کړی دی

تېره شپه د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په خپلو ټولنیزو رسنیو ټویټر، فسبوک او …