کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بوست لوبډلې په لېسټ اې سیالیو کې خپله څلورمه لوبه هم بایلوده

بوست لوبډلې په لېسټ اې سیالیو کې خپله څلورمه لوبه هم بایلوده

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان تر نامه لاندې د لېسټ اې سیالیو په نهمه لوبه کې مس عینک لوبډلې بوست ته په دوو ویکټو ماتې ورکړه چې په دې سره بوست لوبډله په ټورنمېنټ کې له مخکې تګ پاتې شوه.

په نن لوبه کې پچه مس عینک لوبډلې ګټلې وه، خو لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بوست لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره مس عینک ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

د بوست لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نصیب الله ۷۲ منډې، کپتان ناصر جمال ۲۴ منډې او منیر احمد کاکړ بیا په وروستیو کې ۲۹ منډې وکړې.

د مس عینک لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ضیاالرحمان او ظاهر خان درې – درې لوبغاړي وسوځول، همداراز احسان الله احسان دوه او یوسف ځاځي یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

مس عینک لوبډلې د بوست ټاکل شوی د ۱۹۰ منډو هدف په وروستي پنځوسم اور کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سیالی یې په دوو ویکټو وګټله.

مس عینک لوبډلې ته په توپ وهنه کې رحمت شاه ۴۵، غمي ځدراڼ ۴۳ منډې، عمران ۲۳ منډې او احسان الله بیا پکې ۲۵ منډې وکړې.

د بوست لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ځوان توپ اچوونکی احمدزیا درې لوبغاړي وسوځول، سیید شېرزاد، یمین احمدزي، نوید، عبدالله او عبدالباقي یو -یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا سیالي مس عینک لوبډلې د دوو ویکټو په توپیر سره وګټله او بوست لوبډله د سیالۍ بایللو سره سم مستقیمآ د لېسټ اې سیالیو له نیمه پای لوبو څخه بهر کړی شوه.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ظاهر خان ته ورکړل شوه چې په نن لوبه کې درې لوبغاړي وسوځول.

بوست لوبډلې په روانو لېسټ اې سیالیو کې په خپلو څلورو لوبو کې یوه لوبه هم ونه ګټله چې ټولې څلور واړه سیالۍ یې بایلودې.

سږکال په لېسټ اې لوبو کې د بوست لوبډلې کپتاني د ناصر جمال په لاس کې وه.

د افغانستان د کرکت مبصرین د بوست لوبډلې د پرله پسې ماتو علت ناسمه کپتاني یادوي چې د ناصر جمال له لوري ترسره شوه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

کلکتې په سوپر اور کې د راشد خان لوبډلې ته ماته ورکړه

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۵مه لوبه کې کلکتې …