کورپاڼه / خبرونه / د دهوني يو مينه وال خپل کور د هغه په عکسونو او د لوبډلې په رنګ رنګولى
د دهوني مينه وال

د دهوني يو مينه وال خپل کور د هغه په عکسونو او د لوبډلې په رنګ رنګولى

د هند کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو کامياب لوبډلمشر، توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ دهوني ستر مينه وال، چې خپل ټول کور يې د هغه په عکسونو او د چيناى سوپر کنګز لوبډلې په رنګ کې رنګولى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د مهيندرا سينګ دهوني دا مينه وال د هند په تامل ناډو کې ژوند کوي، چې د اى پي ايل لوبډلې چيناى سوپر کنګز په رنګ کې يې خپل کور رنګولى او د دهوني عکسونه يې هم پرې رسم کړي دي.

دا سړى چې ګوپي کرشن نومېږي، خپل ټول کور ته يې زيړ رنګ ورکړى دى، زيړ رنګ د اى پي ايل د چيناى سوپر کنګز لوبډلې رنګ دى، همدا راز په دېوالونو يې بيا د مهيندرا سينګ دهوني لوى لوى عکسونه جوړ کړي دي.

دې سړي د خپل کور په دېوال دا هم ليکلي: ((هوم اف دهوني فېن)) يعنې د دهوني د مينه وال کور.

دا سړى وايي، چې هغه دا ټول کور په دوه ورځو کې داسې جوړ کړى دى او د کور داسې جوړولو په برخه کې يې له ځينو هنرمندانو څخه هم مرسته اخيستې ده.

ګوپي کرشن وايي، چې د کور په دې ډول جوړولو کې له هېڅ مشکل سره نه دى مخ شوى او په دې کور يې شاوخوا ١٥٠ زره هندي روپۍ مصرف کړي دي.

د يادولو وړ ده چې چيناى سوپر کنګز لوبډله د تامل ناډو استازولي کوي، د دې لوبډلې لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني دى، چې نوموړى د هند کرکټ ملي لوبډلې يو له کاميابو لوبډلمشرانو څخه هم دى، خو سږکال د چيناى سوپر کنګز لوبډله په اى پي ايل کې ډېره ښه نه ده روانه او په ٩ لوبو کې يې يوازې ٣ لوبې ګټلې دي، چې په جدول کې په شپږم مقام کې قرار لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: رحمت ديوان

Avatar

دا هم ولولئ

د کوهلي او انوشکا شرما ګډ انځور په فسبوک تر اوسه له یو نیم میلیون زیاتو خلکو خوښ کړی دی

تېره شپه د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په خپلو ټولنیزو رسنیو ټویټر، فسبوک او …