کورپاڼه / د لوبو راپورونه / کلکتې په سوپر اور کې د راشد خان لوبډلې ته ماته ورکړه

کلکتې په سوپر اور کې د راشد خان لوبډلې ته ماته ورکړه

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۵مه لوبه کې کلکتې لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته په سوپر اور کې سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دغې لوبه کې پچه د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

کلکتې لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې سنرایزرز حیدراباد لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه چې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته یې لوبه وګتله.

د کلکتې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شوبمن ګېل ۳۶ منډې نېتېش رانا ۲۹ دنېش کارتېک ۲۹ او کپتان اوین مورګن بیا په وروستیو کې ۳۴ منډې وکړې.

د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ناتراجن دوه لوبغاړي، راشد خان، باسیل ټامپي او شنکر یو – یو لوبغاړی وسوځوه.

د حیدر اباد لپاره نن په توپ اچونه کې افغان لوبغاړي راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۲۸ منډې وکړې او یوازې یې یوه ویکت ترلاسه کړه.

راشد خان په روان ای پي ایل لیګ کې په نهه لوبو کې ۱۱ ویکټې ترلاسه کړي او په ښې ایکانومۍ سره یې لوبې ترسره کړي چې د حیدر اباد لپاره مثبت تمام شوی دی.

سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د ټاکل شوي ۱۶۴ منډو هدف په ځواب کې ۱۶۳ منډې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په بشپړو شلو اورونو کې وکړې.

په دې لوبه کې کلکتې هم ۱۶۳ منډې کړې وې چې بیا په وروستیو کې سوپر اور ته لوبه ولاړه.

د سنرایزرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ډیویډ وارنر ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، همداراز جاني بیرسټو۳۶منډې، کین ویلیمسن ۲۹ منډې او په وروستیو کې عبدالصمد ۲۳ چټکې منډې وکړې چې لوبه یې مساوي کړه.

د کلکتې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې فرېګسن درې لوبغاړي،وارن او پاټ کامینس بیا یو-یو لوبغاړی وسوځوه.

په سوپر اور کې لومړی د حیدر اباد لوبډلې توپ وهنه وکړه دوی په یوه اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره کلکتې لوبډلې ته د دریو منډو هدف وټاکه.

په سوپر اور کې فرېګسن توپ اچونه کوله چې دواړه لوبغاړی یې په دریو توپونو باندې وسوځول.

په دوهمه پاڼۍ کې کلکتې لوبډلې ټاکل شوی د دریو منډو هدف په څلورو توپونو د راشد خان په بال پوره کړ.

دا سیالي د کلکتې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده .

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه لوکي فرېګسن ترلاسه کړه نوموړي نن درې ویکټې ترلاسه کړې او په سوپر اور کې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

د شېکر داون سلیزې او د پټېل شپږیزو ډهلي لوبډلې ته لوبه وګټله

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۴مه لوبه کې ډهلي …