کورپاڼه / د لوبو راپورونه / جالبه لوبه: پنجاب لوبډلې په دوهم سوپر اور کې لوبه وګټله

جالبه لوبه: پنجاب لوبډلې په دوهم سوپر اور کې لوبه وګټله

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن په ۳۶مه لوبه کې کینګز الیون پنجاب لوبډلې په یوې په زړه پورې او جالبه لوبه کې ممبیي اینډینز لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دغې لوبه کې د ممبیي اینډینز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

ممبیي اینډینز لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې کینګز الیون پنجاب لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.

د ممبیي اینډینز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کوینټن ډیکاک ۵۳ منډې، پنډیا ۳۴ او کیرون پولارډ هم په وروستیو شېبو کې ۳۴ منډې وکړې.

د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې محمد شامي او ارشدیپ سینګ دوه – دوه لوبغاړي وسوځول، همداراز جورډن هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ټاکل شوي ۱۷۷ منډو هدف په ځواب کې کینګز الیون پنجاب لوبډلې ۱۷۶ منډې وکړې او دغه لوبه یې مساوي پای ته ورسوله.

د پنجاب لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کپتان کی ایل راهول ۷۷ منډې کرېس ګېل او پوران هم ۲۴- ۲۴ منډې وکړې چې د سیالۍ په برابرولو کې ښه رول ولوبوه.

د ممبیي انډینز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې بیا بومرا درې ویکټې او چاهار دوه ویکټې ترلاسه کړې.

په سوپر اور کې لومړی توپ وهنه د کینګز الیون پنجاب لوبډلې وکړه دوی په یوه اور کې یوازې د شپږو منډو هدف ممبیي اینډیز لوبډلې ته وټاکه.

د پنجاب لپاره په لومړي سوپر اور کې “کی ایل راهول” او هوډا توپ وهنه وکړه چې د بومرا پر وړاندې ناکام ثابت شول او یوازې شپږ منډې هدف یې وټاکه.

ممبیی اینډینز لوبډلې د سوپر اور ۶ منډو پوره کولو پر موخه روهیت شرما او ډیکاک لوبې ته راوویستل دواړو لوبغاړو د ټاکل شوي هدف په ځواب کې ۵ منډې وکړې چې دا لوبه یوځل بیا سوپر اور ته ولاړه.

د پنجاب لوبډلې لپاره سوپر اور محمد شامي ترسره کړ چې په بریالیتوب سره یې د شپږو منډو دفاع وکړه.

په دوهم سوپر اور کې لومړی توپ وهنه ممبیي اینډینز لوبډلې وکړه، دوی په یوه اور کې پنجاب لوبډلې ته د ۱۲ منډو لوړ هدف وټاکه.

داځل د پنجاب لوبډلې لپاره د ۱۲ منډو هدف پوره کولو پر موخه کرېس ګېل او ماینک اګروال میدان ته راښکته شول، ګېل په لومړي توپ شپږیزه ووهله، په دویم توپ یې یوه منډه وکړه پاتې دوه توپونه اګروال دوه پرله پسې څلوریزې کړې او سیالي یې وګټله.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کی ایل راهول ته ورکړل شوه چې د ۷۷ منډو ترڅنګ یې ښه کپتاني وکړه.

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په تاریخ کې دا تر ټولو جالبه ورځ وه چې پکې په دوو لوبو کې درې سوپر اورونه ترسره شول.

د کینګز الیون پنجاب او ممبیي اینډینز ترمنځ له دغو سوپر اورونو وړاندې د ورځې په لومړۍ لوبه کې د حیدر اباد لوبډلې او کلکتې ترمنځ هم سوپر اور لوبه ترسره شوه چې پکې کلکتې لوبډلې بری ترلاسه کړ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

امو لوبډلې سپین غر ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په دوام نن …