کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٣٧مه لوبه: نن به چيناى او راجستان خپل بخت وازمايي
راجستان رايلز او چيناى سوپر کنګز

اى پي ايل ٣٧مه لوبه: نن به چيناى او راجستان خپل بخت وازمايي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣٧مه لوبه نن د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيل شي.

پرون د اى پي ايل په تاريخ کې ډېره ځانګړې ورځ وه، چې په يوه ورځ په دوه لوبو کې درې سوپر اورونه ترسره شو. لومړۍ لوبه چې د کلکته نايټ رايډرز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، کلکتې په سوپر اور کې بريا خپله کړه او دويمه لوبه چې د ممبۍ انډينز او کنګز اليون پنجاب ترمنځ ترسره شوه، پنجاب په سوپر اور کې بريا خپله کړه.

په روان اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو حالت تر نورو لوبډلو ډېر خراب دى او په جدول کې دواړه لوبډلې په وروستۍ برخه کې قرار لري.

راجستان رايلز په ٩ لوبو کې ٣ برياوې خپلې کړې دي او په اتم مقام او چيناى سوپر کنګز هم په ٩ لوبو کې ٣ برياوې خپلې کړي او په اووم مقام کې قرار لري.

راجستان رايلز په خپلو دوه وروستيو لوبو کې له ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو څخه ماتې خوړلې دي، همدا راز چيناى سوپر کنګز لوبډلې په خپله تېره لوبه کې له ډيلي کاپيټلز څخه ماتې خوړلې، خو له هغې مخکې يې بيا د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

همدا راز راجستان رايلز او کنګز اليون پنجاب بيا په روان اى پي ايل ليګ کې په څلورمه لوبه کې سره مخ شوې وې، چې راجستان رايلز د ٢١٧ منډو هدف ټاکلى و او چيناى يې بېرته په ٢٠٠ منډو سوځولې وه چې د ١٦ منډو په توپير يې بريا خپله کړې وه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

چيناى سوپر کنګز: فاف ډوپليسي، سام کران، شين واټسن، امباتي رايډو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، رويندرا جډيجا، ديپک چاهار، پيوش چاوله، شردل ټاکر، کرن شرما او جوش هازلووډ\عمران طاهر.

راجستان رايلز: جاس بټلر (ويکټ ساتونکى)، روبين اتاپا، سنجو سمسون، سټيو سميت (لوبډلمشر)، بين سټوکس، ريان پرګ، راهول ټيواټيا، جوفرا ارچر، شرياس ګوپال\ماينک مارکانډى، جېديو انداکت او کارتيک تياګي.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

اى پي ايل: نن د پنجاب، راجستان او کلکتې لپاره مهمې لوبې، د مخکې تګ پرېکړه يې نن کېږي

نن د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې …