کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پریټي: څه یوه لوبه وه، څه یوه شپه وه، ټوله لړزیدم

پریټي: څه یوه لوبه وه، څه یوه شپه وه، ټوله لړزیدم

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام بېګا شپه په ۳۶مه لوبه کې د کینګز الیون پنجاب او ممبیي اینډینز لوبډلو ترمنځ د ای پي ایل په تاریخ کې دوه سوپر اورونه ترسره شول چې په پای کې پنجاب بریا ترلاسه کړه.

د دغې لوبې لیدو لپاره د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مالکه پریټي زېنټا هم لوبغالي ته راغلې وه او دغه زړه خوړین کوونکي لوبه یې له نږدې وڅارله.

دا لوبه په وروستیو کې ډیر جالب حالت ته ولاړه چې د ای پي ایل مینه وال یې بیخي حیران کړي و.

پریټی زېنټا چې په لوبغالي کې د هر توپ او شاټ سره خپل احساسات نه شو کنټرول کولی د هر بال سره به یې انداز بدل و یاهم خفه، یاهم خوشحاله وه.

د دې جالبې لوبې وروسته پریټي زېنټا په یوه ټویټ کې د پنجاب ټیم ورک ستاینه وکړه او هم یې مینه والو سره خپل احساسات شریک کړل.

پریټي په خپل ټویټر د لوبې د وروستیو شېبو یوه ویډیو شئر کړې ده او ورسره یې لیکلي””

“”خبرې رانه نه کېدې، خو تاسې مې احساس په عمل کې لیدلی شئ، عمل د خبرو زورور دی، ای هئ، څه یوه لوبه، څه یوه شپه وه، ټوله لړزیدم.”

په ټویټر د پریټي زېنټا دغه ټویټ د کرکټ مینه والو هم بدرګه کړی دی او د پریټي احساس یې ستایلی دی.

ممبیي اینډینز لوبډلې په دې لوبه کې لومړی د ۱۷۷ منډو هدف کینګز الیون پنجاب لوبډلې ته ټاکلی و کینګز الیون پنجاب لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې ۱۷۶ منډې وکړې چې لوبه یې مساوی پای ته ورسوله.

د پنجاب او ممبیي اینډینز ترمنځ یاده لوبه سوپر اور ته ولاړه په سوپر اور کې د قانون له مخې د پریټي زېنټا پنجاب لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه.

کینګز الیون پنجاب لوبډلې په خپلو شپږو توپونو باندې ممبیي اینډینز ته د شپږو منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ممبيي لوبډلې هدف ترلاسه نه کړ پنځه منډې وکړې او لوبه یې یوځل بیا مساوي کړه.

د ای پي ایل د قانون له مخې په دغې لوبه کې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهم سوپر اور هم ترسره شو.

په دې سوپر اور کې لومړی ممبيي اینډینز لوبډلې توپ وهنه وکړه دوی په یوه اور کې پنجاب لوبډلې ته د ۱۲ منډو هدف وټاکه.

پنجاب لوبډلې د کرېس ګېل په شپږیزې او د ماینک اګروال په دوو څلوریزو سره یا هدف په څلورو توپونو باندې پوره کړ او سیالي یې وګټله.

دا سیالي د کرکټ مینه والو لپاره خورا جالبه او زړه راښکونکې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

لنکا پريمئير ليګ: شاهد اپريدى د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا …