کورپاڼه / خبرونه / د کوهلي او انوشکا شرما ګډ انځور په فسبوک تر اوسه له یو نیم میلیون زیاتو خلکو خوښ کړی دی

د کوهلي او انوشکا شرما ګډ انځور په فسبوک تر اوسه له یو نیم میلیون زیاتو خلکو خوښ کړی دی

تېره شپه د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په خپلو ټولنیزو رسنیو ټویټر، فسبوک او اینسټګرام باندې له انوشکا شرما سره خپل ګډ انځور شریک کړی دی.

ویرات کوهلي چې د نړۍ بهترینه کرکټر دی تېره شپه یې خپل هغه انځور چې د سیند په منځ کې له انوشکا شرما سره ولاړ دی په ټولنیزو رسنیو خپور کړی دی.

د ویرات کوهلي او انوشکا شرما داانځور د بنګلور لوبډلې بل لوبغاړي ای بي ډیویلیرز اخیستی دی چې د ډیرو مینه والو د خوښې وړ وګرځېد.

د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي او ای بي ډیویلیرز چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د ای پي ایل سیالیو پر موخه مېشت دي پرون ورځ د سیاحت لپاره په دوبۍ کې ګرځیدلي دي.

ویرات کوهلي د انوشکا شرما سره خپل دې ګډ انځور ته لیکلی دي چې د اعکس کریډیټ ای بي ډیویلیرز ته ورکوي ځکه چې د هغه له لوري اخیستل شوی دی.

د ویرات کوهلي مېرمن انوشکا شرما هم د بالیووډ سینما وتلې فلمي ستورې ده د هغې دا انځور په ټولنیزو رسنیو خورا زیات شریک شوی دی.

د کوهلي او انوشکا شرما دغه انځور په فسبوک نږدې ۱.۶ میلیونه خلکو خوښ کړی دی، همداراز ۳۰ زره کسانو پرې په کمېنټونو کې تبصرې کړي دي او هم ۱۰ زره نورو کسانو شریک کړی دی د دې ترڅنګ ګڼ شمېر نورو بیا په خپلو والونو باندې شریک کړی دی او لاهم خپریږي.

د ویرات کوهلي او انوشکا شرما دغې انځور ته د کرکټ نړۍ ټولو مینه والو کمېنټونه کړي دي، خو د افغانانو کمېنټونه بیا د نړیوالو څخه جالب او په زړه پورې دي.

انوشکا شرما دا مهال په دوبۍ کې مېشت ده نوموړې د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو کې د بنګلور لوبډلې لوبې له نږدې څاري په ځانګړي توګه د خپل خاوند ویرات کوهلي لوبه له نږدې ګوري.

انوشکا شرما او ویرات کوهلې د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر میاشت کې واده کړی دی چې دوه میاشتې وروسته به یې د ګډ ژوند درې کاله پوره شي.

میاشت وړاندې انوشکا شرما او کوهلي په ټولنیزو رسنیو د خپل لومړني ماشوم راتللو خبر هم ورکړی دی چې څو میاشتې وروسته به دې نړۍ ته سترګې وغړوي.

Loading...

دا هم ولولئ

اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړو اېوارډ؛ د يو افغان لوبغاړي نوم هم پکې شامل دى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د لسيزې د غوره لوبغاړو ټاکلو ته …