کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نجيب الله ځدراڼ کارابين غوره ليګ کې اخيستل شوى
نجيب الله ځدراڼ

نجيب الله ځدراڼ کارابين غوره ليګ کې اخيستل شوى

خپلواک وېبپاڼه – کابل: د افغانستان ملي لوبډلې تکړه توپوهونکى نجيب الله ځدراڼ، چې تل په مډل ارډر کې لوبېږي، ويسټ انډيز ته روان دى او هلته به په کارابين غوره ليګ يا تجارتي لوبو کې ګډون کوي.

د معلوماتو تر مخه، نوموړى په کارابين پريمئير ليګ کې د سينټ لوشيا لوبډلې له خوا د سږکال لوبو لپاره اخيستل شوى دى، چې نوموړى به په لومړي ځل په دغه ليګ کې ولوبېږي.

دا لومړى ځل دى چې نجيب الله ځدراڼ په دغه تجارتي لوبو کې لوبېږي، تر نوموړي مخکې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په دغه لوبو کې لوبېدلي دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو تر مخه، نجيب الله ځدراڼ به په دغه ليګ کې د سينټ لوشيا لوبډلې لپاره په لومړنيو څو سياليو کې ګډون وکړي او تر هغه وروسته به بيا له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

د ويسټ انډيز تجارتي سياليو يا کارابين پريمئير ليګ د راتلونکې سپتمبر مياشتې په ٤مه نېټه پيلېږي، چې د اکتوبر تر ١٤مې نېټې پورې به دوام وکړي.

خو افغانستان کرکټ بورډ يا هم په خپله نجيب الله ځدراڼ ويسټ انډيز ته د تګ او په کارابين غوره ليګ کې د لوبېدو په اړه تر دې مهاله پورې څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې ځينې افغان لوبغاړي، چې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان يې په سر کې دي، د نړۍ په ټولو غوره تجارتي ليګونو کې لوبېدلي دي، چې د هند تجارتي ليګ يا انډين پريمئير ليګ او بيګ باش ليګ هم پکې د يادونې وړ دي.

راشد خان او محمد نبي په ايي پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې او مجيب الرحمان بيا د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي، چې هيله شته په راروان ايي پي ايل کې به يو شمېر نور افغان لوبغاړي هم واخيستل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

دوشنبه پريمئير ليګ

تاجکستان: موږ له افغانستان څخه لوبغاړي نه دي غوښتي، دوى بيا اعلاميه هم خپره کړې

د تاجکستان کرکټ فدراسيون وايي، چې دوى تراوسه پورې له افغانستان کرکټ بورډ څخه د …