کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د پاکستان شل اوریزو سیالیو اتلولي د خیبر پښتونخوا لوبډلې په خپل نوم کړه

د پاکستان شل اوریزو سیالیو اتلولي د خیبر پښتونخوا لوبډلې په خپل نوم کړه

د پاکستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې د نېشل کپ شل اوریزو سیالیو اتلولي تېره شپه د پنجاب لوبډلې څخه د خیبر پښتونخوا لوبډلې وګټله.

د پاکستان دا شل اوریزې سیالۍ د سپټمبر په ۳۰مه نېټه په بیلابیلو کورنیو لوبغالو د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې د ۱۸ ورځو وروسته یې بېګا شپه اتلولي د خیبر پښتونخوا لوبډلې ترلاسه کړه.

په پای لوبه کې د خیبر پښتونخوا لوبډلې د لسو منډو په توپیر سره په یوې په زړه پورې لوبې سره پنجاب لوبډلې ته ماته ورکړه.

خیبر پښتونخوا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پنجاب لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه چې په وروستیو کې ترې دفاع وکړه.

د خیبر پښتونخوا لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې پیلیز لوبغاړي فخر زمان ۶۷ منډې وکړې، محمد رضوان ۲۵ ، شعیب ملک ۵۶ منډې او محمد حفیظ۳۸ منډې وکړې.

د پنجاب لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې عامر یامین، محمد عمران او زاهد محمود یو – یو لوبغاړی وسوځوه.

د ټاکل شوی ۲۰۷ منډو هدف په ځواب کې پنجاب لوبډلې ۱۹۶ منډې د اته لوبغاړو په سوځېدو ترسره کړې او یاده سیالي یې د لسو منډو په توپیر سره بایلوده.

د پنجاب لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې حسین ۶۳ منډې محمد عمران ۳۸ او خوشدیل شاه بیا ۳۴ منډې وکړې ،خو لوبه یې په وروستیو کې بایلوده.

د خیبر پښتونخوا لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې شاهین شاه افریدی او وهاب ریاض درې-درې لوبغاړي وسوځول، دغه راز عثمان او عابد افریدی یو – یو لوبغاړی وسوځوه.

دا سیالي د خیبر پښتونخوا لوبډلې د لسو منډو په توپیر سره له پنحاب لوبډلې وګټله او په دې سره یې د نېشنل کپ سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شعیب ملک ترلاسه کړه نوموړي نن په ۲۲ توپونو باندې نیمه سلیزه ووهله.

د دې ټورنمېنټ د غوره لوبغاړي جایزه بیا فخر زمان ته ورکړل شوه چې په ډیرو سیالیو کې نیمه سلیزې ووهلې.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيلي کاپيټلز

د رباډا خطرناکه توپ اچونه، ډيلي د حېدراباد لوبډله ماته او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه

په ١٩م اور کې کاګيسو رباډا د حېدراباد درې لوبغاړي عبدالصمد، راشد خان او شريواتس …