کورپاڼه / خبرونه / پاکستان د زمبابوې خلاف لوبلړیو ته لوبډله اعلان کړه

پاکستان د زمبابوې خلاف لوبلړیو ته لوبډله اعلان کړه

د پاکستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د زمبابوې لوبډلې خلاف خپله ۲۲ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پکې ډیرو نویو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړی دی.

ټاکل شوې ده چې د اکتوبر له ۳۰مه نېټې نیولي تر نومبر ۱۰ مې نېټې پورې د پاکستان او زمبابوې ترمنځ درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې په دې هیواد کې د نیشنل کپ کورنیو سیالیو وروسته یاده ۲۲ کسیزه لوبډله د زمبابوې لوبډلې خلاف اعلان کړه.

د پاکستان په ۲۲ کسیزه نوملړ کې .
کپتان بابر اعظم، وایس کپتان شاداب خان، عبدالله شفېق عابد علي، فخر زمان، فهیم اشرف، محمد حفیظ، حیدر علي، هارث سهیل، محمد حسنین، هارس رووف،امام الحق، اعماد وسیم، افتخار احمد، خوشدیل شاه، محمد رضوان، موسی خان، راهیل نذیر، شاهین شاه افریدی، عثمان قادر، وهاب ریاض، ظفر ګوهر شامل دي.

دا سیالۍ د پاکستان په کوربه توب پیلیږي چې لومړی به د یو ورځنیو سیالیو سیریز د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه پیل شي او د نومبر په دریمه نېټه به پای ته ورسیږي.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ به د شل اوریزو سیالیو سیریز هم د نومبر له اوومې نېټې وروسته پیل شي او تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا سیالي به د پاکستان په دوو کرکټ نړیوالو لوبغالو لاهور او راویلپېنډۍ کې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټه وایي، چې د لوبغاړو په انتخاب کې دوی پوره انصاف کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې په کورنیو شل اوریزو نېشنل جام سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو د ځلېدا له امله دغو نړیوالو لوبلړیو ته لوبغاړي انتخاب شوی دی.

د پاکستان په ملي لوبډله کې د زمبابوې خلاف دغو سیالیو ته چټک توپ اچوونکي محمد عامر ، شعیب ملک او پخواني کپتان سرفراز احمد ته چانس نه دی ورکړل شوی .

Loading...

دا هم ولولئ

اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړو اېوارډ؛ د يو افغان لوبغاړي نوم هم پکې شامل دى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د لسيزې د غوره لوبغاړو ټاکلو ته …