کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کورنیو سیالیو ته په سپکه سترګه ګوري

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کورنیو سیالیو ته په سپکه سترګه ګوري

د افغانستان د کورنیو سیالیو په لړکې د غازي امان خان لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ سږکال په کندهار ولایت کې پیل شوي دي چې پکې د کپتان اصغر افغان په شمول ګڼ شمېر ملي لوبغاړي ونه لوبیدل.

لېسټ اې سیالۍ چې د افغانستان د کورنیو سیالیو په ډله کې سترې لوبې بلل کیږي، د کپتان اصغر افغان په شمول پکې یو شمېر ملي لوبغاړو برخه وانخیسنه.

په سږنیو لېسټ اې یو ورځنیو لوبو کې د ملي لوبډلې کپتان اصغرافغان، شهزاد محمدي ،شاپور ځدراڼ ،دولت ځدراڼ او نورو ملي لوبغاړو ترې په پیل کې ځانونه له نوملړونو ویستي دي او یو شمېر لوبغاړو په نوملړونو کې د شتون سره هم په دغو لوبو کې ګډون ونه کړ.

لېسټ اې سیالیو لپاره ګلبدين نايب، نجيب الله ځدراڼ او نورعلي ځدراڼ چې لوبډلو ته اخيستل شوي هم وو په دغې سیالیو کې ونه لوبیدل.

لېسټ اې سیالۍ چې د یوه هیواد لپاره د کرکټ ستر حیثیت لري په دغو لوبو کې ګڼ شمېر ملي لوبغاړي په خپله خوښه ونه لوبیدل.

یوازې راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي عیسی خېل بیا د سږکال لېسټ اې سیالیو پرمهال له هېواده بهر په ای پي ایل سیالیو کې مصروف دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو برخې پخواني مسوول او وتلي خبریال ابراهیم مومند بیا د افغان ملي لوبغاړو دا کار ناسم بللې ده .

نوموړي په ټویټر لیکلي دي چې دا ډول کار د یو هیواد کورنیو سیالیو ته د لوبغاړو له لوري په سپکه سترګه کتل دي چې د افغانسنان لوبغاړي یې هر وخت کوي.

ابراهیم مومند وایی، زياترو سينيرز لوبغاړو هميش د ناکامه مشرانو له کبله کورنيو سياليو ته په سپکه کتلي.

د نوموړي په باور چې د دوبۍ کمپ لپاره به ولیدل شي چې ټول ملي لوبغاړي حاضر شي، خو کورنیو سیالیو لپاره بیلابېلې بهانې کوي.

د افغانستان لېسټ اې سیالیو ټول مصارف د کرکټ نړیوالې شورا ای سي سي له لوري ورکول کیږي، خو څه ډول چې په کار وه هغه ډول ترسره نه شوې.

Loading...

دا هم ولولئ

اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړو اېوارډ؛ د يو افغان لوبغاړي نوم هم پکې شامل دى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د لسيزې د غوره لوبغاړو ټاکلو ته …