کورپاڼه / خبرونه / د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کشر ورور اسماعیل تره کي نن په ننګرهار ولایت کې د کرکټ لوبې تمرینات پیل کړل.

د نجیب الله تره کي له مړیني وروسته د هغه کشر ورور اسماعیل تره کي نن په ننګرهار کرکټ اکاډمۍ کې خپل تمرینات پیل کړي دې.

د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ مشر هستي ګل عابد د نجیب الله تره کي د مړیني وروسته د هغه د ورور اسماعیل تره کي تمریناتو ته د راتګ خبر ورکړی دی.

هستي ګل عابد نن په خپلې فسبوک پاڼې لیکلي دي چې “د ګران ورور شهید نجیب الله ترکي کشر ورور اسماعیل ترکي نن په ننګرهار کرکټ اکاډمي کي خپل د کرکټ تمرینات شروع کړل.”

د هستي ګل عابد له لوري په فسبوک خپور شوي انځور کې ښکاري چې د نجیب الله تره کي ورور اسماعیل تره کی نږدې شل کاله عمر لري او لا ځوان دی چې خپل کرکټ ته به تر ډیره ادامه ورکړي.

دا لا نه دي؛ ویل شوي چې د نجیب الله تره کي ورور له دې وړاندې کرکټ کړی دی کنه؟ خو ملګري وایي،چې نوموړي د څه مودې لپاره خپل کرکټ کړی دی.

په ننګرهار کې د هستي ګل عابد په روزنځای کې سلګونه کرکټران خپل تمرینات ترسره کوي او په دغې ولایت کې تر ټولو مخکښه اکاډمي هم بلل شوې ده.

د هستي ګل عابد اکاډمۍ کې ځوان لوبغاړي په خپلو تمریناتو ځکه خوښ دي چې د ملي لوبغاړو له لوري وخت ناوخت ورته تمرینات ورکول کیږي.

په دغې روزنځای کې تر ډیره له بهرنیو سفرونو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ختیځ میشتي کرکټران هم خپل تمرینات د ځوانو لوبغاړو سره یوځای کوي.

تر ډیره ځوانو لوبغاړو ته د هستي ګل عابد، کریم صادق، تاج ملوک عالم، حمید حسن، شبیر نوري، افتاب عالم او نورو ملي لوبغاړو له لوري چې په ننګرهار ولایت کې میشت دي تمرینات ورکول کیږي.

د یادولو ده چې نجیب الله تره کی څه وخت وړاندې په یوې ټرافیکي پېښه کې سخت تپي شو چې بیا وروسته د سختو ټپونو له کبله وفات شو.

Loading...

دا هم ولولئ

افتاب عالم

افتاب عالم د ناروغۍ له امله له سريلانکا څخه بېرته هېواد ته راستنېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى چې په سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير …