کورپاڼه / د لوبو راپورونه / امو لوبډلې د لېسټ اې لوبو پای لوبې ته لار پیداکړه

امو لوبډلې د لېسټ اې لوبو پای لوبې ته لار پیداکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په لسمه لوبه کې امو لوبډلې د جاوید احمدي په کپتانۍ کې پرله پسې څلورمه بریاهم خپله کړه او د جام پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د لېسټ اې لوبو په دوام نن په لسمه لوبه کې پچه د امو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه .

بند امیر لوبډلې په لومړۍ توپ وهنه کې امو لوبډلې ته په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې ۸۹ منډې اصف موسی زي وکړې، ترڅنګ یې شفیق الله غفاري هم ۲۶ منډې وکړې.

د امو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ننګیالي خروټي درې لوبغاړي وسوځول، میرویس اشرف او عظمت الله عمرزي بیا دوه – دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

امو لوبډلې ټاکل شوی د ۱۸۱ منډو هدف په ۳۳م اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سیاله لوبډله یې په اووه ویکټو ماته کړه.

د امو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کپتان جاوید احمدی ۷۴ منډې زاهد ذاخیل ۵۲ او افسر ځاځی ۲۲ منډې وکړې.

د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې امیر حمزه هوتک دوه لوبغاړی وسوځوه، دغه راز حمزه هوتک بیا په وروستیو کې یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۷۴ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا په روان ټورنمېنټ کې د امو لوبډلې څلورمه پرله پسې بریا وه چې ترلاسه یې کړه په دې بریا سره یې مستقیمآ پای لوبې ته لار پیداکړه.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو نیمه پایلوبه به سبا په کندهار کرکټ لوبغالي کې د مس عینک او بندامیر لوبډلو ترمنځ تر سره.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيلي کاپيټلز

د رباډا خطرناکه توپ اچونه، ډيلي د حېدراباد لوبډله ماته او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه

په ١٩م اور کې کاګيسو رباډا د حېدراباد درې لوبغاړي عبدالصمد، راشد خان او شريواتس …