کورپاڼه / تجارتي ليګونه / لنکا پريمئير ليګ: حضرت الله ځاځى او نوين الحق واخيستل شو
حضرت الله ځاځى او نوين الحق

لنکا پريمئير ليګ: حضرت الله ځاځى او نوين الحق واخيستل شو

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) د ډرافټ مراسم اوسمهال روان دى، چې په دې ډرافټ سياليو کې د افغانستان لسګونه لوبغاړي هم شامل دي.

تراوسه پورې د افغانستان دوه لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي، چې يو حضرت الله ځاځى او دويم نوين الحق دي.

حضرت الله ځاځى، چې د افغانستان چټک توپوهونکى دى، د ګال ګليډيټرز لوبډلې له لوري په ګولډ کټګورۍ کې اخيستل شوى دى. همدا راز نوين الحق بيا په کلاسيک لوبغاړو کې د کېنډي ټوسکرز لوبډلې له لوري اخيستل شوى دى.

نوين الحق

حضرت الله ځاځى په څلورم پړاو کې د ګال ګليډيټرز له لوري اخيستل شوى او نوين الحق بيا په لسم پړاو کې د کېنډي ټوسکرز لوبډلې له لوري اخيستل شوى.

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ يا ايل پي ايل) سيالۍ په لومړي ځل په سريلانکا کې ترسره کېږي، چې د ډرافټ مراسم يې هم د کورونا له امله په انلاين بڼه ترسره شوي.

د ډرافټ مراسم چې په انلاين بڼه ترسره کېږي، د پنځه لوبډلو مسوولين په انلاين بڼه پکې د خپلې خوښې لوبغاړي د خپلو لوبډلو لپاره اخلي. د ډرافټ په دې مراسمو کې سلګونه لوبغاړي شامل دي، چې له ډلې يې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تقريباً ټول لوبغاړي او ځينې هغه لوبغاړي چې ملي لوبډله کې نه دي لوبېدلي، هم پکې شامل دي.

ايل پي ايل لوبغاړي

د يادولو وړ ده چې د لنکا پريمئير ليګ کې پنځه لوبډلې ګډون لري، چې ګال ګليډيټرز، دمبوله هاکس، جفنا سټالونز، کولمبو کنګز او کېنډي ټوسکرز نومونه ورکړل شوي دي.

کريس ګيل، وهاب رياض، کوسل مينډس، تيسارا پريرا، ډيويډ ملن، شعېب ملک، لاسيت ملينګا، شاهد اپريدي، کولن انګرام، محمد عامر، داسون شناکا، ډيويډ ميلر، کارلوس بريتوېټ، انجليو ميتيوز، انډري رسل، فاف ډوپليسي او نور مشهور لوبغاړي تراوسه پورې د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.

ايل پي ايل ډرافټ

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …