د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۷مه لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې چینای سوپر کینګز لوبډلې ته د اووه ویکټو په توپیر ستره ماته ورکړه.
په دغې لوبه کې پچه د چینای سوپر کینګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
چینای سوپر کینګز لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره راجستان رایلز لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.
د چینای لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې سام کرن ۲۲ منډې، ایم ایس ډوهني ۲۸ منډې او جدیجا په وروستیو کې ۳۵ منډې وکړې چې هدف یې یوڅه لوړ کړ.
د راجستان رایلز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې جوفرا ارچر، بین سټوکس او ټیواټیا یو – یو لوبغاړی وسوځوه.
راجستان رایلز لوبډلې ټاکل شوی د ۱۲۵ منډو هدف پرته له کومې ستونزې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې د اووه ویکټو په توپیر سره وګټله.
د راجستان رایلز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې ۷۰ ناسوځېدلې منډې جاس بټلر جوړې کړې، دغه راز سټیو سمیت هم ۲۶ منډې وکړې.
د چینای سوپر کینګز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې چهار دوه او هزلیووډ یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم بټلر ترلاسه کړه.
چینای سوپر کینګر لوبډلې په نن لوبه کې هم د نړۍ تکړه ورو توپ اچووونکي عمران طاهر ته چانس نه و ورکړی.
عمران طاهر سږکال په ای پي ایل سیالیو کې تر اوسه هیڅ کومه لوبه نه ده ترسره کړې.
هره لوبډله د بهرنیو لوبغاړو له جملې په یوولس کسیزه لوبډله کې څلور لوبغاړي لوبولی شي چې چینای لوبډلې د شین واټسن، سام کرن، ډوپلیسېس او هزلیووډ پرته بل کوم بهرني لوبغاړو ته لا چانس نه دی ورکړی.
د کرکټ مبصرین بیا د چینای لوبډلې په روزونکو او کپتان ایم ایس ډوهني باندې نیوکي کوي چې ګواکې ولې په تېرو لسو لوبو کې عمران طاهر ته چانس ورنه کړ.