کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن ماښام یو ځل بیا د پریټي لوبډلې لوبه ده

نن ماښام یو ځل بیا د پریټي لوبډلې لوبه ده

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن ماښام شپږ نیمي بجې د کینګز الیون پنجاب او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ د لیګ ۳۸مه لوبه ترسره کیږي.

دا لوبه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت شپږ نیمي بجې پیلیږي.

ډهلي کپیټلز لوبډلې په روان ای پي ایل لیګ کې تر دې دمه په خپلو نهو لوبو کې ۷ سیالۍ ګټلي دي د نمرو په جدول کې ۱۴ نمرې لري او د روان ای پي ایل لیګ تر ټولو مخکښه لوبډله بلل کیږي.

د ډهلي په لوبډله کې شېکر داون، شریاس ایر ، انریچ او کاګیسو رباډا په شان مهم لوبغاړي لوبیږي.

همداراز کینګز الیون پنجاب لوبډلې بیا سږکال په خپلو ۹ لوبو کې یوازې درې لوبې ګټلی دي چې د نمرو په جدول کې یې د شپږو نمرو په درلودلو سره اووم ځای خپل کړی.

کینګز الیون پنجاب لوبډله په دې وروستیو کې بېرته د بریاوو په لور روانه ده، د کرېس ګېل په شتون کې خپلې وروستۍ دوه لوبې په پرله پسې ډول وګټلې.

د پنجاب په لوبډله کې د کرېس ګېل، کی ایل راهول، ماینک اګروال او محمد شام په شان بهترین لوبغاړي شتون لري.

د پنجاب او ډهلي ترمنځ په وروستیو پنځو لوبو کې درې پنجاب لوبډلې ګټلي دي یوه ډهلي او بله مساوي شوې ده.

کینګز الیون پنجاب لوبډلې وړمه شپه د ممبیی اینډینز لوبډلې خلاف د ای پي ایل په تاریخ کې په زړه پورې لوبه وکړه چې لیدونکو ته خورا جالبه وه.

په دغې لوبه کې لومړی لوبه مساوي شوه بیا ورپسې سوپر اور هم مساوي شو چې په پای کې په دوهم سوپر اور کې کینګز الیون پنجاب لوبډلې بری ترلاسه کړ.

د کینګز الیون پنجاب او ممبیي انډینز لوبډلو ترمنځ یاده لوبه د نړۍ ډیرو کرکټرانو خوښه کړه .

یاده لوبه د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مالکې پریټي زېنټا هم په لوبغالي له نږدې څارله چې په پای کې له یوې سختې لوبې کولو وروسته پنجاب بریا خپله کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

افغان لوبغاړي

ټي ١٠ ليګ؛ نن به کوم افغان لوبغاړي څه وخت ولوبېږي؟ دلته يې ولولئ

د تېرو ورځو په څېر نن هم د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې ٣ لوبې …