د سريلانکا لومړي پړاو ” لنکا ” پریمیرلیګ سیالیو ډرافټ مراسمو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه مهم لوبغاړي چټک توپ وهونکی حضرت الله ځاځی او تېز توپ اچوونکی نوین الحق اخیستل شوي دی.
د سریلانکا لیګ د ډرافټ مراسمو لپاره له افغانستانه ګڼ شمېر ملي او نولس کلنو لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه چې په پایله کې یوازې دوه افغان لوبغاړي واخیستل شول.
د ګال ګلیټرز لوبډلې له لوري له افغانستانه حضرت الله ځاځی دغې لیګ ته غوره شوی دی.
همداراز بل افغان توپ اچوونکی نوین الحق د کینډي ټوسکرز لوبډلې له لوری اخیستل شوی دی.
د ګال ګلیټرز لوبډلې سره د حضرت ځاځي ترڅنګ لاسېت ملېنګا،شاهد افریدی، محمد عامر، کولین انګرام، اکېلا دننجایه، سرفراز احمد، اعظم خان، شیهن جایسوریا، فرنډو، هو وان توشارا، محمد شیراز، ګونټیلکا، سیروردانه راجپاکاس شامل دي.
همداراز د نوین الحق په لوبډله کې بیا کوشال جانټي، کرېس ګېل، کوشال مېنډېس، وهاب ریاض، لاسیت، پرا ډیپ،پارسینا، اسیلا، لیم پلنکیټ، ډیلروان پریرا، کامینډو مېنډیس، پریومل پریرا شامل دي.
د دواړو افغان ملي لوبغاړو حضرت الله ځاځي او نوین الحق لوبډلې له نورو لوبډلو یو څه ښې په توازن سره ترتیب شوي دي.
د سریلنکا په لنکا پریمیر لیګ سیالیو کې ټولې پنځه لوبډلې لوبیږی چې تېره شپه یې د لوبغاړو د ډرافټ مراسم په انلاین بڼه ترسره شول.
نوین الحق او حضرت الله ځاځي په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره یو څه ښه اننګزونه وړاندې کړي دي چې له همدې امله په تجارتي لیګونو کې اخیستل کیږی.
حضرت الله ځاځي په لومړي ځل د بنګله دېش بي پي ایل لیګ کې ته لار پیداکړې وه ورپسې یې په لس اوریزه لیګ کې هم لوبې ترسره کړې.
همداراز بل افغان لوبغاړي نوین الحق بیا د بنګله دېش بي پي ایل ترڅنګ د ویسټ انډیز په کارابین لیګ کې هم سږکال لوبې ترسره کړې.