ټاکل شوې ده چې د اکتوبر له ۳۰ مې نېټې څخه د نومبر تر لسمې نېټې پورې به د زمبابوې او پاکستان ترمنځ په لاهور کې د درېو شل اوریزو لوبو او درېو یو ورځنیو لوبو سیریزونه ترسره شي.
د زمبابوې ټوله لوبډله نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په یوې ځانګړې الوتکه کې په سفر ولاړه، خو د دې لوبډلې مشر روزونکی لال چاند راجپوت چې د هند اتباع دی پاکستان ته د سفر څخه منع شوی دی.
د معلوماتو له مخې د زمبابوې په هرارې ښار کې لال چاند راجپوت ته د پاکستان سفارت ویزه هم ورکړې وه، خو په یاد هیواد کې د هند سفارت لال چاند راجپوت له دغې سفره راګرځولی دی.
د زمبابوې کرکت بورډ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې دوی ته د هند د سفارت له لوري په یوه ایمیل کې لیکل شوي دي چې هندي روزونکی پاکستان ته په سفر نه شي تللی، خو په نورو سفرونو کې پرې کوم محدودیت نشته.
د هند سفارت زمبابوې کرکټ بورډ ته ویلي دي چې د هند حکومت له لوري په رسمي ډول راجپوت ته اجازه نشته چې پاکستان ته سفر وکړي.
د مشر روزونکي راجپوت پرځای به اوس د دې لوبډلې د بالېنګ روزونکی مسوولیت په خپله غاړه واخلي.
د زمبابوې لوبډله نن د دریو شل اوریزو او دریو یو ورځنیو لوبو لپاره اسلام اباد ته تللې ده.
په اسلام اباد هوایي ډګر کې د زمبابوې لوبډلې ته تود هرکلی شوی دی چې د قرنطین وروسته یې یاد هیواد ته د لومړۍ نړیوالې لوبډلې په نوم سفر وکړ.
پاکستان کرکټ بورډ بیا د دې سیالیو ترسره کولو لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دی او وایي، چې د یوې نړیوالې لوبډلې په توګه به د دې سیالیو کوربه توب وکړي.
پرون د پاکستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د زمبابوې خلاف لوبو ته خپله ۲۲ کسیزه ملي لوبډله هم اعلان کړه.