کورپاڼه / خبرونه / خوستیان د شاپور ځدراڼ په ننګه او د کرکټ بورډ خلاف لاریون کوي

خوستیان د شاپور ځدراڼ په ننګه او د کرکټ بورډ خلاف لاریون کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د میلیون لیګ سیالیو مشر شاپور ځدراڼ پرون لویې پکتیا ته په سفر تللی دی چې هلته یې له ځوانو لوبغاړو او ولسونو سره ناستې ترسره کړي دي.

شاپور ځدران د خپل سفر پر مهال نن خوست ولایت ته تللی دی او هلته یې د کرکټ لوبغاړو او د خوست ولسونو سره ناستې ترسره کړي دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې شاپور ځدراڼ په خوست ولایت کې د ولسونو سره په بیلابیلو ناستو کې د میلیون لیګ سیالیو په اړه بحث او خبرې کړې،نوموړي خوست ولسونو ته ویلي دي چې د قانوني اسنادو په درلودلو سره ورته افغان کرکټ بورډ اجازت نه ورکوي چې میلیون لیګ سیالۍ ترسره کړي.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدراڼ په ډاډ سره وایي، چې د میلیون لیګ سیالیو د ترسره کولو بشپړ قانوني اسناد په لاس کې لري ، خو د افغانستان د کرکټ بورډ عمومی رئیس فرهان یوسفزی یې مخه نیسي.

د خوست ولایت ولسونو هم د شاپور ځدراڼ سره د لیدنو وروسته پرېکړه کړې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ پر ضد به سوله ییز لاریون ترسره کړي.

ټاکل شوې ده چې سبا به په خوست ولایت کې ولسونه په افغان کرکټ بورډ د لومړي فشار په موخه خپل ولايت کې يو سوله اييز لاريون پيل کړي.

په دغې لاریون کې به د ملي لوبغاړي او د میلیون لیګ سیالیو د مشر شاپور ځدراڼ ننګه وشي او د بورډ د مشر فرهان یوسفزي او ادارې پر ضد به غږ پورته شي.

د میلیون لیګ سیالیو مشر شاپور ځدراڼ دی او ډایرکټر یې بیا شیراغا همکار ټاکل شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی وایي، د دې لیګ مخنیوي ځکه کوي چې پروسه یې نه ده بشپړه شوې، خو د لیګ مسوولین بیا دا خبره ردوي.

ټاکل شوې ده چې په نومبر میاشت کې به پنځم پړاو میلیون لیګ سیالۍ په خوست ولایت کې په لوړ کیفیت، ښه معیار د ټولو اسانتیاو په درلودلو سره ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړو اېوارډ؛ د يو افغان لوبغاړي نوم هم پکې شامل دى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د لسيزې د غوره لوبغاړو ټاکلو ته …