کورپاڼه / خبرونه / افغان کرکټ بورډ حضرت الله ځاځي او نوین الحق ته مبارکي ورکړه

افغان کرکټ بورډ حضرت الله ځاځي او نوین الحق ته مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د سریلانکا په لنکا تجارتي لیګ کې د دوو تکړه افغان لوبغاړو حضرت الله ځاځي او د نوین الحق د غوره کېدلو له امله خوښي څرګنده کړې ده او دواړو لوبغاړو ته یې مبارکي ورکړې .

د افغانستان کرکت بورډ وایی، د سریلانکا ” لنکا ” غوره لیګ سیالیو ته د دواړو افغان لوبغاړو حضرت الله ځاځي او نوین الحق په غوره کېدا سره دوی خوښ دي او هم ورته د ښه ځلېدا هیله کوي.

د لنکا پریمیر لیګ سیالیو لپاره د د لوبغاړو د ډرافټ مراسم تېره شپه ناوخته په انلابن بنه ترسره شول چې له افغانستانه پکې همدا دوه لوبغاړي واخیستل شول.

د ډرافټ په مراسمو کې حضرت الله ځاځی د ګال ګلېډېټرز او نوین الحق بیا د کنډي ټسکرز لوبډلې له لوري واخیستل شول.

حضرت ځاځی په دې لیګ کې د نورو لوبغاړو شاهد افریدي، لاسیت ملینګا، کولین انګرام، محمد عامر، سرفراز احمد او دننجایا په لوبډله کې اخیستل شوی دی.

همدراز د نوین الحق په لوبډله کې د نړۍ غوره کرکټران شامل دي چې له ډلې کرېس ګېل، وهاب ریاض، کوشال مېنډیس او لیم پلنکیټ شتون لري.

د سریلنکا دا لیګ به د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د لنکا پریمیر لیګ ډرافټ مراسمو ته له افغانستان ځوانو او ملي لوبغاړو هم ځانونه ثبت کړي و، خو یوازې پکې دوو لوبډلو حضرت ځاځی او نوین الحق واخیسته.

د سریلانکا “لنکا” یا (LPL) پریمیرلیګ ته د نوین الحق او حضرت ځاځي په غوره کېدا سره د افغانستان د کرکټ مینه والو هم خوښي ښودلې ده.

په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فسبوک د افغانستان د کرکټ مینه والو حضرت ځاځي او نوین الحق ته مبارکي ورکړې ده چې دغې لیګ ته یې لار پیداکړې.

Loading...

دا هم ولولئ

اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړو اېوارډ؛ د يو افغان لوبغاړي نوم هم پکې شامل دى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د لسيزې د غوره لوبغاړو ټاکلو ته …