کورپاڼه / د لوبو راپورونه / مس عینک او امو لوبډلې د لېست اې لوبو پای لوبې ته لار پیداکړه

مس عینک او امو لوبډلې د لېست اې لوبو پای لوبې ته لار پیداکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په دوام نن مس عینک لوبډلې د اووه ویکټو په توپیر بند امیر لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغې ټورنمېنټ پای لوبې ته یې له امو لوبډلې سره لاره پیداکړه.

په نن لوبه کې لومړی توپ وهنه د بند امیر لوبډلې وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې مس عینک لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې دروېش رسولی ۵۲ منډې، عمران جنت ۱۷ او حشمت الله شهیدي بیا ۲۶ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې.

د مس عینک لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ځوانو لوبغاړو ضیاء اکبر پنځه لوبغاړي او حسیب الله درې لوبغاړي له مخې پورته کړل دواړو ځوانو لوبغاړو په روانو سیالیو کې ښه توپ اچونه کړې ده.

مس عینک لوبډلې ټاکل شوی د ۱۳۰ منډو هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او د دغې سیالي په ګټلو سره یې د لېسټ اې پای لوبې ته لارپیداکړه.

د مس عینک لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې رحمت شاه ۶۸ منډې او عمران میر بیا ۳۶ منډې وکړې.

د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې درې واړه لوبغاړي ورو توپ اچوونکي حمزه هوتک وسوځول.

دا سیالي د مس عینک لوبډلې د اووه ویکټو په لرلو سره له بند امیر لوبډلې وګټله او پای لوبې ته یې لار پیداکړه.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ضیا الرحمان اکبر ترلاسه کړه نوموړي نن پنځه لوبغاړي سوځولي و.

د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ د اکتوبر پر لسمه نېټه د پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې نن یې په شلمه نېټه لومړی پړاو بشپړ شو.

د دې سیالیو دویم او وروستي پړاو چې د ټورنمینټ پای لوبه ده د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه به ترسره شي.

په سږنیو لېسټ اې سیالیو کې د ملي لوبډلې یو شمېر مهمو لوبغاړو برخه وانخیسته چې د کرکټ مینه والو زړونه یې مات کړل.

د کرکټ مبصرین وایي، د کپتان اصغر افغان په شمول مهم لوبغاړي د افغانستان کورني کرکټ ته په بده سترګه ګوري او نه غواړي چې له ځوانو لوبغاړو سره ولوبیږي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

کراچۍ کنګز د ملتان په ماتولو دويمه بريا خپله کړه

د کراچۍ کنګز لوبډلې توپوهونکو ښه توپوهنه ترسره کړه، چې په دريمه لوبه کې يې …