کورپاڼه / خپلواک / ملي لوبغاړی افتاب عالم له چاودنې روغ وتلی
افتاب عالم

ملي لوبغاړی افتاب عالم له چاودنې روغ وتلی

خپلواک وېبپاڼه (۷ اکتوبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ لوبډلې ملي لوبغاړی افتاب عالم په جلال اباد کې له يوې چاودنې روغ وتلی دی او د خدای پاک شکر يې ادا کړی دی.

افتاب عالم څو دقيقې مخکې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه باندې ليکلي دي، چې الله تعالی په خپل رحم سره وساتلو. هغه وايي چې د تمرين په جريان کې د اکاډمۍ تر څنګ چاودنه وشوله. نوموړي يو انځور هم خپور کړی دی او په هغې کې يې د چاودنې يوه ټوټه هم ښکاره کړې ده.

د معلوماتو تر مخه، په جلال اباد کې چاودنه شوې ده چې ۴ تنه پکې ټپيان دي. دغه چاودنه د جلال اباد په ښار کې د ملي اردو جلب و جذب مرکز ته څېرمه شوې ده.

د ننګرهار ولايت مقام د چاودنې پېښه تاييد کړې ده خو د چاودنې د نوعيت او اوښتو زيانونو په اړه يې څه نه دي ويلي. همدا راز تراوسه پورې د بريد مسووليت هم چا په غاړه نه دی اخيستی.

بلخوا افتاب عالم ويلي چې د کرکټ اکاډمۍ ته نږدې چاودنې شوې ده او ټوټې يې دننه اکاډمۍ ته هم راغلي دي چې دوی پکې خدای پاک ساتلي دي.

د يادولو ده چې افتاب عالم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی دی چې ۲۷ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې يې ترسره کړي دي او ۴۱ ويکټې يې ترلاسه کړي.افتاب عالم ۱

همدا راز په ۱۲ شل اوريزو نړيوالو لوبو کې يې هم ګډون کړی دی او ۱۱ ويکټې يې اخيستي دي. خو په ۲۰۱۹ نړيوال جام کې د ډيسپلين د ماتولو په تور د افغانستان کرکټ بورډ د ډيسپلين کمېټې پرې یو کال بندېز لګولی دی او ويل کېږي چې يو کال به ونه شي کولای په کورنيو او نړيوالو لوبو کې ګډون وکړي.

دا هم ولولئ

مدينه

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وروستی صحابي څوک او کله وفات شو؟

صحابي هغه شخص ته ویل کېږي، چا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل …